ټولنیزه برخه

په ټولنه کې د اصلاح لنډه لار..!

صفي الله رائد

مونږ تل د ځان له اصلاح مخکې د بل اصلاح غوښتې، هر وخت د احمد او محمود د اصلاح په هڅه کې یو خو خپل ځان رانه هېر وي.
په داسې حال کې چې اکثر وخت پخپله د هر بد او ناروا عمل مرتکب یو؛ پخپله د حرامو او حلالو توپیر نه کوو مګر بل ته ښه په زغرده د حرام خور او حر…نسبت کوو.
هو! پخپله هر رنګ قومپرستي او سمتپرستي کې ښکېل خو! بل راته بِلا دلیله متعصب ښکاري.

عجیبه ده؛ موږ په انفرادي ډول هېڅ نه یو جوړ او چیغې د ټـُــولې ټولنې لپاره وهو؟!
که یو وار دا ومنو چې دا ټولنه زما او ستا غوندې له فردي انسانانو جوړه ده؛ نو بیا خو د همدې ټولنې اصلاح هم زما او ستا په اصلاح کې پرته ده.
مانا دا چې که زه پر سمه لار روان او اصلاح شوم نیمه ټولنه اصلاح ده او که دواړه اصلاح شو؛ ټوله ټولنه اصلاح بویه..!
نو چې داسې ده راځئ! همدا نن ددې پر ځای چې په بل نیوکه وکړو خپل ځانته ګوته ونیسو، خپلې نیمګړتیاوې درک او د بل د اصلاح لپاره د هڅو پر ځای لومړی خپل ځان اصلاح کړو؛ خپل ځان د حرامو پر ځای پر حقو حلالو روږدی کړو او د ظلم پر ځای د انصاف لاره خپله کړو؛ بـــل پــخپـــله لارې ته راځي؛ له ما/تا رنګ اخلي او پخپله سمیږي.

همداسې زما او ستا له سمیدو سره کرار کرار ټــــولـه ټولنه سمیږي او کله چې ټولنه سمه شوه؛ نظام پخپله د اصلاح چوکاټ ته غورځي.
بناء ترڅو چې په انفرادي ډول خپل ځانونه جوړ نه کړو د ټولنې او نظام د جوړېدو هڅې بېځایه دي.
د حٔان بدلون د جهان بدلون دی.
(اِنَّ اَلله لَایُغَیِّرُ مَابِقَوّمِِ حَتّاَ یُغَیِّرُ مَا بِاَنّفُسِهِمّ.)
“بېشكه الله د هېڅ قوم يا خلګو حالت نه بدلوي تر څو پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت (هغه ناجایزه عادتونه، چی دالله نه خوښيږي او انسانان یې سربېره پر هغه نه پرېږدي) بدل نكړي.”
نو راځئ چې بدلون له خپله ځانه پېل کړو او خپل ځان په ښو اعمالو ښایسته کړو؛ نړۍ خپله ښایسته کېږي.

ددې پر ځای چې نيوکې وکړو باید په خپل عمل او کردار سره هغه خامیانې لرې او خپل ځانونه په فردي ډول پخپله اصلاح کړو، د خپل وس مطابق لاس په کار شو، د نظام سمون ته مټي رابډ وهو او په کومو برخو کې چې کار ته اړتیا وي هغه برخي غني کړو.
هم به مو ټولنه له فساد ژغورلې وي هم به مو نظام په پښو درولی وي .
هو! همدا یې د اصلاح لنډه لار ده.

صفي الله رائد
میدان ښار ـ کور
۲۰۲۲/۰۱/۰۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx