افغانستان

په ۲۷ ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۹۸ پروژې تطبیقيږي

نن ټکی اسیا يکشنبه، ١٢ مرغومى، ۱۴۰۰ل): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د څښاک د اوبو او حفظ‌الصحوي خدمتونو د ۹۸ پروژو تړونونه د اړوندو کلیو له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

دغه وزارت وايي چې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې دغه پروژې به د روزګان، بادغیس، بدخشان، بامیان، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست، ډایکنډي، زابل، سمنګان، لغمان، غور، کنړ، کندهار، لوګر، وردګ، ننګرهار، نورستان، هلمند، هرات ، فراه ، کندوز او سرپل ولایتونو په بېلا بېلو کې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ریاست له طریقه تطبیق شي.

د کليو پراختيا د پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې د اوبو رسولو په دغه پروژو کې، چې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ریاست له طریقه تطبیق کیږي

په دغو پروژو کې  د اوبو رسولو د ۸۹ شبکو جوړول؛ په دوو ولایتونو کې په لاسي بمبو سمبال د ۵۰ څاه ګانو جوړول؛ د روزګان ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو په کلینیکونو کې د ۶۰۰ صحي مبرزونو جوړول او خلکو ته د ټانکرونو په مرسته د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل دي.

د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت وايي چې د یادو شویو پروژو مجموعي قېمت څه د پاسه ۳۵۷ میلیونه افغانۍ کیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) لخوا ورکول کیږي.

دغه وزارت د اټکل له مخې د دغه پروژو په تطبیق سره به مجموعاً د ۱۸۳،۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک د اوبو او حفظ‌الصحې سهولتونو چمتو شي.

همدا راز ددغو پروژو د جوړولو چارې به دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۳۰۵،۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی یویشتمه پیړی کی مونږه افغانان پاکی د څښاک اوبو نلرو. اوبو ټولی پاکستان او ایران او نور ګاونډ هیوادو ته په مفته روانی دی. دومره مسلکی کسان نلرو چی له خپلو اوبو څخه استفاده وکړو. هند سره تیر حکومت یوه پروژه په نوم د (بند شاتوت) امضاء کړی وه. دا د اوبو بند د للندر په سیند باندی د کابل په جنوب لویدیز سنډه کی جوړیده. دی بند سره د کابل د ښار د اوبو سطح هم لوړیده او د کابل خلکو ته په څاګانو کی د څښاک پاکی اوبو پیدا کیدې. د بند یو څه برښنا او تولیده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx