افغانستان

د ایران سفیر: د سرپرست حکومت د پالیسي د تغیر په صورت کې به نور هېوادونه هم رسمیت پېژندنې ته وهڅوي

نن ټکی اسیا يکشنبه، ١٢ مرغومى، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د ايران سفير له يو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ويلي دي چې ايران به تر هغه سرپرست افغان حکومت په رسميت ونه پيژني تر څو چې دغه حکومت ټول شموله نه شي.

د ايران سفير په دغه مرکه کې ويلي دي چې که سرپرست افغان حکومت په خپلو پاليسيو او حکومتي ساختار کې تغيرات راولي نو دوى ممکن نور هيوادونه هم وهڅوي چې دغه حکومت په رسميت وپيژني.

نوموړي په خپله مرکه کې  طالبان يو مشخص قوم پورې تړلې ډله ښودلې ده او په وينا يې تر هغه وخته چې حکومت کې نور ګروپونه نه وي شامل شوي دوى ته د منلو وړ نه دى.

خو د افغان حکومت وياند مرستيال انعام الله سمنګاني بيا د ايران د سفير دغه څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

سمنګاني پوښتلي  دي چې ايا د ايران حکومت يا کابينه د هغه تعریف له مخې چې ايران سفير يې کوي ټول شموله ده؟

هغه زياته کړې چې هر هيواد د ټول شموله حکومت لپاره ځانګړى تعریف لري چې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې يې تعریفوي.

د ايران سفير په داسې حال کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي چې دغه هيواد سني مسلمانان په خورا بد حالت کې ساتلي دي او په ټول تهران کې سنيانو د يو جومات د جوړولو اجازه هم نه ورکوي.

دغه هيواد حاضره په خپله کابينه کې حداقل د اهل السنت يو وزير هم نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

اول دا چې ايران اخوندي رژیم ته چا دغه حق ورکړي چي په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړي ؟اخوندي رژیم دې پخپله په ايران کې باید د کردانو، بلوڅو، عربو، ترکمنو او اهل سنت په شمول ټول شموله حکومت جوړ کړي بيا دې په افغانستان کې خپله غوښتنه مطرح کړي. په افغانستان کې اوس هم د ټولو اقوامو په شمول حکومت جوړ دئ. افغانان بايد د دښمنانو اصلي څيرې و پيژنى او نور پرينږدي چي زمونږ ګران هیواد بيا په کورنې جګړه کنډوالې او هيوادوال مو قتل عام کړي.

Karwan

حکومت او دافغانستان ټول خلک بايد په دي پوه شي، چه ايران هميشه د افغانستان سره ددوښمني چلن کړي او کوي ئي! دامريکا دتجاوز پروخت ايران دامريکا سره پوره کمک وکړ! دهغه وخت د رئيسي جمهور خاطمي ويډيو واوري، جه خپل پارلمان ته وينا کوي او وائي ” امريکا زموږ دوښمن دي، اما طالبان زموږ بدترين دوښمنان دي او پريږدي چه امريکايان ئي له مينځه يوسي”. د اميرالمومينين اخترمحمد منصور شهادت هم د ايران په اشاره وه، ځکه ايرانيانو ئي پوره کوردينات ورکړي وه، کله چه هغه دايران له سرحد نه اوړي دډرون حمله پري کيږي! سوال ده دمنصور صاحب… نور لوستل »

ورک ځاځی

مونږ داسى په رسميت پيژندنه هيڅ کله نه غواړوچى د پردو پر فرمايشاتو راکړل شى. که څوک مونږ سره زمونږ پر اصلي شناخت اړيکې غواړى نو بسم الله کينى بيا بايد مونږ هم خپلى اړيکې له دا خلکو سره قطعه کو. آيا ايران به چيرې زمونږ پر فرمايش %40 سنى مسلمانانو ته په واک کى ځاى ورکړى? او همدارنګه نور داسى ملکونه چى دا فرمايشات لرى.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx