ورزش

په ۲۰۲۱م کال کې د ټیسټ کرکټ غوره توپ وهونکي او توپ اچونکي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، 12 مرغومی، 1400ل): د کووید-19ځپلي کال سربېره 2021م په نړۍ کې کرکټ ته ډیر څه وړاندې کړل چې پېل یې د ټیسټ افتتاحي جام او پای یې د شل اوریز نړیوال جام په ګټلو وشو.

که له یوې لورې د انګلستان لوبډلمشر جویي روټ په ټیسټ کې د توپ وهونکو لیست خپل کړ، خو په توپ اچونکو کې د هند روي چندرن اشوین میدان وړی دی.

په یو ورځنیو لوبو کې د ایرلینډ توپ وهونکی پال سټرلینګ، خو په توپ اچونه کې د سریلانکا دوشمانتا چمیرا غوره لوبغاړی ګڼل شوی دی.

د شل اوریزو لوبو چې د 2021م کال اتلولي یې استرالیا خپله کړه، تر ټولو مخکښ لوبغاړی د پاکستان ویکټ ساتونکی محمد رضوان دی چې ګڼ شمېر ریکاډونه یې په خپل نوم کړل، خو په توپ اچونه کې د سریلانکا وانیندو هسارنګا میدن وړی دی.

دلته به هغه لوبغاړي چې په 2021م کال کې یې په ټيسټ لوبو کې زیاتې منډې او زیاتې ویکټې اخیستي وړاندې کړو.

د ټيسټ کرکټ غوره توپ وهونکي

جویي روټ Joe root (1692 منډې په 62.66 اوسط)

د انګلستان ټیسټ لوبډلمشر جوي روټ په 2021م کال کې په زړه پورې کارکردګي وړاندې کړه،  هغه په 15 ټیسټ لوبو (29 پاڼیو) کې په 62.66 غوره اوسط سره 1692 منډې وکړې.

نوموړي 2 غبرګې سلیزې او 6 سلیزې ووهلې چې 228 یې زیاتې انفرادي منډې وې. هغه له محمد یوسف (1788)، ویو رچرډسن (1710) او ګریم سمیت (1656) وروسته په یوه کال کې څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.

روهیټ شرما Rohit sharma (906 منډې په 47.68 اوسط سره)

د هند پېلیز توپ وهونکی روهیټ شرما په ټیسټ کې دوهم مخکښ لوبغاړی دی چې په 11 ټیسټ (21 پاڼیو) کې په 47.68 اوسط سره د 2 سلیزو په مرسته ټولې 906 منډې وکړې.

دیموت کرونارتنی ((Dimuth Karunaratne (902 منډې په 69.38 اوسط سره)

د سریلانکا ټیسټ لوبډلمشر دیموت کرونارتنی یوازې په 7 لوبو (13 پاڼیو) کې په 69.38 غوره اوسط سره 902 منډې وکړې. د نوموړي 244 زیاتې انفرادي منډې د یوه لوبغاړي لپاره په 2021م کال کې تر ټولو زیاتې دي.

د ټیسټ غوره توپ اچونکي

روي چندرن اشوین (Ravi chandran Ashwin) (54 ویکټې)

په ټیسټ کې ټولو مخکې د هند سوکه توپ اچونکی روي چندرن اشوین دی چې په 16.64 اوسط سره یې په 9 لوبو (18 پاڼیو) کې 54 ویکټې اخیستې دي. د 61 منډو په بدل کې 6 ویکټې اخیستل د هغه د کال غوره توپ اچونه ده.

شاهین شاه افریدي (Shaheen shah Afridi) (47 ویکټې)

د پاکستان چپ لاسي ځوان چټک توپ اچونکي شاهین شاه افریدي لپاره د 2021م کال تر ټولو غوره و چې په 17.06 اوسط سره یې په 9  ټيسټ لوبو (17 پاڼیو) کې 47 لوبغاړي سوځولي دي، چې د 51 منډې په بدل کې یې 6 ویکټې غوره توپ اچونه ده.

هغه ددې سربېره تر دې دمه په شل اوریزو او یو ورځنیو کې هم ښه ثابت شوی دی.

حسن علي (Hassan ali) (41 ویکټې)

د پاکستان چټک توپ اچونکي حسن علي په 8 ټیسټ لوبو (15 پاڼیو کې په 16.07 اوسط سره 41 ویکټې اخیستې دي، چې تر ټولو غوره توپ اچونه یې د 27 منډو په بدل کې 5 ویکټې دي.

په اخره کې باید ووایو چې په 2021م کال کې د کرکټ په ټولو فارمیټونو کې د پاکستان محمد رضوان له ټولو وړاندې و چې (1915) منډې یې جوړې کړې دي، په دوهم نمبر د انګلستان جویي روټ دی چې 1855 منډې یې کړي. دغه راز د پاکستان بابر اعظم په 1760 منډې سره په دریم نمبر دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx