نظــر

څنګه کولی شو، چې په افغانستان کې لوړې زده کړې معیاري کړو؟ (۱) برخه

احمد جاويد شکیب

په يوې رسنۍ کې مې ولوستل، چې د لوړو زده کړو وزارت  پلان لري، چې په افغانستان کې لوړې زده کړې معیاري شي.

دا ډیر نیک نظر او ښه اقدام دی. افغانستان له څلوېښت کلنې اوږدې جګړې څخه راوتی دی.  د افغانستان زیربناوو جوړول په هره برخه کې ماهرین غواړي.

د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې په اساس افغانستان له ۱ څخه تر ۳ ټریلیونو ډالرو په ارزښت، معادن او طبیعې زېرمې لري، چې د دې معدنونو استخراج او پرې د هېواد د زیربناوو جوړول، یوې پياوړې بشري قوې ته اړتیا لري.

د افغانستان پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې مکلفې دي تر څو دا بشري قوه چمتو کړي.  بشري قوه او ماهرین هغه وخت د کار په ساحه کې مؤثر تمامیدای شي، چې زده کړې يې له کیفي پلوه د ۲۱ پيړۍ د غوښتنو په اساس معیاري  وي.

په ډیر تأسف سره بايد وویل شي، چې د افغانستان هیڅ یو پوهنتون تر اوسه د نړیوالو پوهنتونو په کتار کې نه دی راغلی. په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او څیړونکو مقالې نسبت د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله لږې دي.

که څه هم په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو په معیاري کېدو باندې کار شوی، خو دا کار کافي نه دی.

اوس پوښتنې دا دي، چې آیا د لوړو زده کړو وزرات روانه ستراتیژي د لوړو زده کړو د معیاري کولو سره مرسته کولی شي او څنګه ممکنه ده، چې لوړې زده کړې په واقعي معنا عصري او  معیاري شي؟

د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې د لوړو زده کړو وزارت له روانې ستراتیژۍ او فعالیتونو څخه چې په رسنيو کې خپریږي او یا د پوهنتونو له استادانو او د لوړو زده کړو وزرات له چارواکو څخه اوریدل کیږي،  نه یوازې د  لوړو زده کړو معیاري کولو لپاره کافي نه دي، بلکه ځینې دریځونه او څرګندونې د لوړو زده کړو موجوده معیار ته لا  تاوان هم رسولی شي.

په دې لیکنۀ کې د لوړو زده کړو روانې پالیسي هغه اړخونه چې د لوړو زده کړو ته زیانمن تمامیدای شي تر بحث لاندې نیول کیږي او د لیکنې په دویمه برخه کې به په دې بحث وشي، چې څنګه لوړې زده کړې له دیني اړخه پياوړی او معیاري کړو.

• د دولتي پوهنتونو تړل کیدل:
اووه میاشتې کیږي، چې د محصلانو په وړاندې د افغانستان ټول دولتي پوهنتونونه بند دي.  یوه ورځ او حتی یو ساعت لپاره هم د محصل په وړاندې د پوهنتون د دروازو  تړل د لوړو زده کړو او د محصلانو د زده کړو پر بهیر او معیار منفي تاثیرات  لري. په میاشتو د پوهنتونونو تړل او د خلاصولو لپاره هیڅ مشخص وخت نه په نښه کول د لوړو زده کړو معیار له یوه نه جبرانیدونکې خسارې سره مخامخ کوي.

هیڅ دلیل او منطق د محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د بندولو لپاره توجیه کیدای نه شي. ځینې دلایل چې لیکوال له رسنیو  اوریدلي او لوستي او یا يې د چارواکو له مرکو  اوریدلي ډېر کمزوری او لیکوال غواړي، چې  په لاندې ډول يې د منطقي استدلال په اساس  ځواب کړي:

1: مخلوط(د ذکور او اناثو) ګډې زده کړې:
په افغانستان کې مخلوط تعلیم  ختمول د لوړو زده کړو پر معیار مثبت تاثیرات لري. حتی په غیر اسلامي هېوادونو کې هم د اناثو لپاره بیل پوهنتونونه جوړ شوي دي، چې پایلې يې مثبتې دي. لیکوال خپله د جاپان هېواد د کيټو په ښار کې همداسې د ښځو لپاره ځانته کالج لیدلی دی.

مخلوط تعلیم سیستم د نارینه او ښځینو لپاره په جلا سیستم بدلول یو خو  له شرعي پلوه د اسلامي نظام وجایبو څخه دی او نیک اقدام دی، له بل پلو وړو زده کړو ته د ډېرو ښځینه محصلانو د جذب سره مرسته کوي.

په تېرو وختونو کې ډیری کورنۍ یوازې د مخلوط تعلیم له کبله خپلو لوڼو او خویندو ته اجازه نه ورکوله، چې زده کړو ته دوام ورکړي، نو د مخلوط تعلیم په له منځه وړولو سره به ډیری هغه اناث محصلانې چې مخکې يې زده کړې نه شوې کولې اوس به خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې آیا  د ګډ تعلیم له کبله د ټول هېواد پوهنتونونه د هلکانو او نجونو په وړاندې بند پاتې شي؟
نه هیڅکله هم نه…

د لوړو زده کړو وزارت یوازې د یوه اعلان سره کولی شي، چې د اناثو او ذکورو لپاره د صنفونو او حتی د پوهنتون د تګ لپاره وختونه جلا کړي.

د پوهنتون استادان په داسې شرایطو کې آماده دي، چې د خپل مکلفیت څخه ډیر درس ورکړي څو تحصیلي نهادونه د محصلانو پر وړاندې  خلاص وساتل شي. نو ګډ تعلیم هیڅکله هم د پوهنتون د بندېدو لپاره نه شي توجیه کیدای.

نو هيله داده، که ددې دلیل له کبله د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه بند وي، باید ډیر ژر بېرته  خلاص شي، که په سړو سیمو کې د ژمي رخصتي ده، د ګرمو سیمو پوهنتونونه خو باید پیل شي.

لومړی خو د صنفونو او وختونو له جلا کېدو سره سم د اناث او ذکور محصلانو مشکل حل کیږي، که فرضاً بیا هم دا کار ستونزمن وي، لږ تر لږه د نارینه و لپاره خو دې پوهنتون پیل شي.

2. اقتصادي مشکلات، بندیزونه د افغانستان د پيسو کنګل کیدل:
د لوړو زده کړو محترم وزیر کومې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله پوهنتونونه يې بند کړي دي. وزیر صیب ته په ډېر احترام دا هم هیڅ د توجیه وړ دلیل نه دی.

په اصل کې د اقتصادي مشکلاتو څخه د وتلو او افغانستان په پښو ودرولو لپاره نه یوازې دا چې پوهنتونونه باید بند نه شي، بلکه په پوهنتون کې د زده کړو لپاره کاري وخت باید ډیر شي. که فرضاً د لیلیې لپاره پيسې نه وي، محصلانو ته دې یوازې د لیليې اطاقونه په اختیار کې ورکړل شي د اعاشې مصرف دې نه ورکول کیږي خو پوهنتونونه باید پیل شي.

په نړۍ کې کوم هېوادونه چې له فقر څخه وتلي او اوس د نړۍ پرمختللي هېوادونو په کتار کې  دي، علت يې لوړو زده کړو د بهیر پراخه او معیاري کول دي.

د بیلګې په توګه يې د جاپان هېواد یادولی شو. د دویمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې د جاپان په یوروشیما او ناګاساکي باندې د اتوم بم استعمال شو نو جاپان دومره وځپل شو، چې  خلګو يې د خوراک لپاره هیڅ نه درلودل. د جاپان خلکو یوازیني خواړه جوش کړل شوې وریژي وې. خو دوی هیڅکله  هم د پوهنتون دروازه د محصل په مخ نه ده تړلې. خپل ځان او بچیان يې وږي لوی کړي خو لوړو زده کړو ته يې زمینه برابره کړه.

نن جاپان په داسې حال کې د سترو صنعتي هېوادونو په کتار کې راځي، چې هیڅ طبیعي منابع، (تیل، معدنونه) او نوره شتمني نه لري یوازینۍ شتمني يې لوستي خلک او ماهرین دي او بس.

د مالي مشکل دلیل نیمګړتیا په دې کې هم دی،  که وکتل شي له یوې خوا د ا.ا.ا. په دې نشت امکاناتو د ټول هېواد د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته په کورونو کې د دوه میاشتو  معاش ورکړل نو څنګه ممکنه ده، چې د پوهنتون مصارف، چې د ادارې او کنترول وړ هم دی ورنه کړل شي؟

د پوهنتون د نه پیل یو بل دلیل، چې لیکوال اوریدلی دی، د امریکامتحده ایالاتو بندیزونه او د ۹.۵ ملیارده امریکايي ډالرو ګنګل کیدل دی.

دا هم یو کمزوری دلیل دی. ځکه که د اوسنۍ نړۍ سیاسي نظام ته وګورو، نو د ټولې نړۍ اقتصاد د یوه دجالي قدرت چې امریکا ورته وايي په لاس کې ده. د نړۍ هېوادونه دوې لارې لري یا باید د امریکا تابعداري کوي، چې له بندیزونه او اقتصادي مشکلاتو څخه خلاصون ومومي او یا د امریکا د نامشروع غوښتنو په وړاندې کلک ودریږي، اقتصادي بندیزونو او مالي ستونزو سره مقابله وکړي او د اقتصادي مشکلاتو سره سره خپل ژوند پرمخ بوځي.

افغانستان یوازینی هېواد نه دی، چې امریکا پرې بندیزونه لګولي دي او نه هم د دې احتمال شته، چې بندیزونه به په لنډه موده کې لرې شي. له ۱۹۵۳ کال څخه راپخوا پر شمالي کوریا بندیزونه دي، هلته حالت تر افغانستان ډیر بد دی خو هیڅکله هغوی خپل پوهنتون او تحصیلي نهاد نه دی بند کړی.

کیوبا هیواد همداسې، پر ايران له ۱۹۷۹ کال څخه تقریبا څه باندې څلویښت کاله کیږي، اقتصادي بندیزونه دي، آیا ایران خپل پوهنتونونه تړلي دي؟ ایران تحصیلي سیستم  د بندیزونو سره سره لاپرمختګ کړی دی.

له ۲۰۲۰ کال څخه چې د کرونا څپې نړۍ وځپله نو د نړۍ ټولو چارو کې ځنډ او خنډ رامنځته شو، خو هیڅ هېواد هم خپل تحصیلي نهادونه نه دي بند کړي، البته یوازې حضوري زده کړې يې په انلاین واړولې.

3. د محصلانو لخوا مظاهرې، اشوب او ګډوډي:
که څه هم د لوړو زده کړو وزارت له کوم چارواکي څخه مې دا خبره نه ده اوریدلې خو دا هم ممکن ده، چې ځینو حلقو لخوا محصلان مظاهرو او اشوب ته د پارولو د احتمالي مشکل له کبله پوهنتونونه تړل شوي وي.

دا هم هیڅ منطقي دلیل ځکه نه دی، چې د اشوب، ګډوډیو او زموږ په ټولنه کې د ځینو واقعیتونو سره سطحي برخورد وشي. پکار دا دی، چې عملي اقدام وشي او ددې مشکل حل لاره ولټول شي، د پوهنتون بندول یې د حل لاره نه ده.

لومړی خو د مظاهرو مخنیوي مسئولیت د کورنيو چارو وزارت په غاړه دی نه د لوړو زده کړو وزارت. دویم د لوړو زده کړو وزارت هم کولی شي دا احتمالي مشکل حل کړي.  لکه څنګه چې تر اوسه د لوړو زده کړو په هیڅ یوې خصوصي مؤسسې کې د نظام په وړاندې د اشوب جوړونکو لخوا مظاهره نه ده شوې نو په دولتي پوهنتون کې یې هم پوهنتون ته د مسؤلیت په سپارلو سره مخنیوی  ممکن دی.

هر پوهنتون رئیس او درې معاونین لري، بیا هر پوهنځی ځانته رئیس، هر پوهنځی ځانته ډیپارتمنتونه لري هر ډیپارتمنټ امر  لري، نو کله چې د پوهنځي رئیس او د ډيپارټمنټ امرین د خپلو استادان سره په ګډه پلان جوړ کړي.

استادان مکلف وګرځول شي، چې هم محصلان له فکري پلوه له اشوب منع کړي او هم عملي ډول د ګډوډیو او توطيو د مخنیوي لپاره د پوهنځي په کچې پلان شتون ولري نو د هر احتمالي اشوب او جنجال مخه نیول کیدای شي.

بل پلو د اوږدې مودې لپاره د پوهنتونونو تړل د  دې احتمالي مشکل د حل لاره نه ده. کله چې د محصلانو وخت ضایع شي، محصلان جذباتي ځوانان دي،  لا ډېر په غوسه کیږي او که بیا هر بل وخت پوهنتون پیل شي نو محصلانو  مظاهرې به د قهر او غوسې له امله لا سختي وي، ځکه د تحصیل وخت ضیاع محصلان خفه او دردمند کوي.

4. لوړو زده کړو وزارت کې د ظرفیتونو  کموالی:
د افغانستان د لوړو زده کړو له سیستم سره د بلدتیا لپاره د لوړو زده کړو کې موجوده رهبري ته له دوه ترڅو کلونو پورې اړتیا ده، چې په ټولو چارو کې پوره تسلط پیدا کړي.

نو د لوړو زده کړو موجوده رهبري باید د یوه جامع پلان جوړولو او د وزرات د فعالیتونو د ښه پرمخ بېولو لپاره د لوړو زده کړو له علمي او اداري کارمندانو او د پوهنتونونو له هغو  استادانو او اداري کارمندانو، چې دوی ته د  اعتماد وړ دي دوامداره مشورې وکړي او طرحې واخلي او په ځینو چارو کې يې سهیم کړي.

دا چې د ا.ا.ا هغه پيلوټان چې څلور یا پنځه میاشتې مخکې يې د ا.ا.ا مجاهدین او ملکي هېوادوال په بمباریو  شهیدان کول وزغمل او ټول یې وبخښل. اوس د علیا مصلحت پر بنسټ له هغوی څخه کار اخیستل کیږي. نو ولې د لوړو زده کړو هغه تجربه لرونکي غیر جانبداره،  اسلامي فکر لرونکي کدرونه چې په فساد کې ښکېل نه دي د لوړو زده کړو د چارو پر مخ بیولو کې عملي سهیم نه کړي؟

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx