ورزش

د نړۍ مشهور فوټبال ستوری میسي په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، 12 مرغومی، 1400ل): د فوټبال مشهور او نامتو ستوری لیونل میسي د کووید-19 معاینات مثبت ختلي دي.

فرانسوي لوبډلې پاریس سان جرمان اعلان کړی چې ددوی مخکښ ارجنټاینی لوبغاړی په کرونا اخته شوی دی.

د پي ایس جي کلب له لوري په خپاره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د لیونل میسي سربېره درې نور لوبغاړي هم په کرونا اخته شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د معایناتو مثبت ختلو وروسته څلور واړه لوبغاړي قرنطین شوي دي او ډاکټران ددوی روغتیایي حالت څاري.

34 کلن لیونل میسي په اګست میاشت کې د برسلونا کلب څخه پاریس سان جرمان ته انتقال شو، چې تر دې دمه یې په 16 لوبو کې 6 ګولونه وهلي دي.

د میسي سربېره خوان برنات، ګول ساتونکی سرجیو ریکو او منځنی لوبغاړی نیتن بیتومزالا هم په یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

فرانسه د نړۍ شپږم هېواد شو چې له لسو ملیونو زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي. دغه هېواد کې اوسمهال هره ورځ له 200 زرو زیاتې پېښې ثبتیږي.

د راپورونو په اساس فرانسې تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا 219 زره مثبتې پېښې ثبت کړي دي، دا پرلپسې څلورمه ورځ ده چې له 200 زرو زیات کسان پر یادې ناروغۍ اخته کیږي.

پي ایس جي لوبډله دوشنبې په ورځ وانیس ښار ته سفر کوي تر څو د فرانس جام په 32م پړاو کې ګډون وکړي. داسې اټکل کیږي چې میسي او یاد لوبغاړي به د لوبډلې برخه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx