ادبي لیکني

نن هم خفه یم هم خوشحاله!

حمزه الياس

نن سهار چې کله له خوبه راپاڅېدم چې یو خړ او خاورین بخمل د آسمان پر مخ غوړېدلی ولید او آسمان له څهرې نه ښکارېده چې یو د رحمت زېری لري، دا مې د ژوند اولنی سهار و چې داسې یو ښکلی او باراني موسم په خپلواک او اسلامي نظام کې راباندې راغی، نو له ډېرې خوشحالۍ څخه ځمکه ځای نه راکوي، یو عجیبه غوندې کیفیت او حالت و.

نو یو دم مې د خیال مرغه د هغې خپلې تورې او زړوکې مدرسې د حجرې لور ته والوت چې په همدې موسم کې له ملګرو سره وو نو ډېر خفه شوم څه عجیبه وختونه وه، هغه خوږې خوږې ملغلرې او له خندا نه ډکې څهرې هغه یو نیمه وچه ډوډۍاو هغه تور او زړوکی چایبر او څه نیم څیرلې بړستن، هغه ښکلي ښکلي استادان، هغه د غرمې چای او ډوډۍ، هغه د خوږو او ښایسته څهرو خدمت، هغه پینه سوې جامې او هغه د ملنګۍ خوږ او نه هېرېدونکی ژوند…

اوس ښکلي ښکلي قصرونه او هغه نادره دوه څلور رقمه خوراکونه او د بېلابېلو ژبو د خاوندانو سره لیده کاته او دغه چاغ چاغ موټران او دا نوې او تازه کارمولیان او ټوپکونه خو بیا هم د هغه ملنګۍ له ژوند سره هیڅکله هم نه برابریږي…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx