ټولنیزه برخه

الهي نصرت مشروط دی!

مولوي فاروق غلجی

ټول افغان ولس (حکومت وي او که رعيت) بايد هيڅکله دا حقيقت له ياده ونه باسي، چې د يو مسلمان امت په توګه يې د ايمان او عقيدې يوه مهمه برخه پر الهي نصرت يقين او پوخ باور لرل دي. خو تر څنګ يې د خپلو ديني لارښوونو له مخې بايد دې ته هم پام وي چې د څښتن تعالی دغه مرسته هم پرته له شکه يو لړ شرایطو پورې تړلې ده.

دا شرايط فقط د الله عز وجل د سپېڅلي دين او شريعت ننګه او پر لارښوونو يې سم عمل کول دي. او کله هم چې يو دغسې حالت رامنځ ته شي، نو بيا لوی خدای هم د خپلو دغه شان مخلصو بنده ګانو هم دفاع کوي او هم يې غيبي نصرت.

همدا مطلب د قرآن کريم په سورت حج کې په دې مفهوم بيان شوی: «بې شکه الله تعالی د مؤمنانو دفاع کوي، ځکه چې خاين او نا شکره يې نه خوښيږي». له دغې لارښوونې په ډاګه معلوميږي، چې که خيانت او نا شکري منځ ته راغله، نو بيا حتماً الهي نصرت هم نشته!

بناءً اوس مهال چې افغان مسلمان ولس له ډېرو اقتصادي او سياسي مشکلاتو سره مخ دی، د خلاصون يوازنۍ لاره يې هم يوازې د الهي نصرت اسره ده. البته دا نصرت نو هغه مهال تر لاسه کولی شو، چې خپل ځانونه له خيانت او نا شکري صفا کړو.

د يوې مسلمانې ټولنې په حيثیت دا زموږ ټولو ايماني فريضه ده چې نه په رعيت کې څوک د الهي احکامو او حکومت په حقوقو کې خيانت او ټګي وکړي او نه حاکمان له خپل رعيت سره.
همدارنګه د حکومت يوه ډېره مهمه ذمه واري د بيت المال په چارو کې خورا زیات محتاط اوسېدل هم دي. ځکه خدای دې نه کړي؛ که په دې برخه کې له حاکمانو بې پروايي او تساهل کيږي، نو حتمي پايله به يې د دنيا او آخرت شرمندګي، رسوايي او ناکامي وي.

البته په دې هکله تر هر چا زيات مسؤليت بيا د حکومت د لويو مشرانو دی، ځکه چې عوام خلک زياتره د خپلو واکمنو پر مذهب چليږي. نو هر کله کشران مؤظفين او عام رعيت په مشرانو کې تقوا، شفافيت او احتیاط ويني، خامخا پر دوی هم ژور اغېز کوي او د اصلاحاتو چاره انتهايي ډېره اسانيږي. خو که په عمل کې څه ونه ويني، نو بيا يوازې د مقاماتو د فرامينو پر مټ نظم، سمون او شفافيت راوستل انتهايي ډېر سختيږي.

دغه راز د مشکلاتو د اواري لپاره دوه ډېر مهم اسباب يعنې صبر او لمونځ هم هغه څه دي، چې الله تعالی يې خپلو بنده ګانو ته سپارښتنه کړې ده.

په دې اساس نو که چېرې يو مسلمان قوم د خپلو ستونزو حل غواړي، لازمه ده چې وروستۍ دوه چارې تر سره او له ړومبيو دوو په کلکه پرهېز وکړي. مانا دا چې هر يو دې له خيانت او نا شکرۍ ډډه وکړي، خو د صبر او لمانځه تر سره کولو کې دې کاملاً جديت کوي. يوازې په همدې صورت کې دا هيله کېدای شي، چې لوی او قادر خدای زموږ دفاع وکړي او د موجوده ستونزو د اواري په هکله خپل نصرت راوليږي او توفيق هم يوازې د هغه جل جلاله له لوري دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx