افغانستان

مجاهد: روسي پانګوال په افغانستان کې د نفت و ګاز استخراج ته لېواله دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

ښاغلي مجاهد پر خپل ټويټر لیکلي دي چې روسي پانګوالو یو هیئت د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره  په یوه ملاقات کې د نفت و ګاز د استخراج په برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

مجاهد زیاته کړې ده چې روسي پانګوالو په افغانستان کې د CNG  او LNG د دستګاو د لګولو او هم د سمټو د یو شرکت جوړولو په اړه هم د رئیس الوزرا له مرستیال سره خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دغه لیدنه کې د رئیس الوزرا مرستیال روسي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پانګونې لپاره به  شرایط برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ځينې چینايي پانګوالو هم د افغانستان د معادنو د استخراج په اړه خپله لېوالیتا ښودلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر. روسانو پخوا هم د افغانستان د ګازو او نفت په رابط په شمال کی دلچسپی درلوده. په مزار کی د روسی مشاورینو موجودیت، په تفحصاتو کی د هغوی میشته کیدل او ګمارل د داکتر نجیب د وخت یو پروګرام وو. د شبرغان د ګازو څاګانی، حفر او استخراج کی روسانو فعاله ونډه له پخوا درلوده. د اوس لپاره دی امارت په لومړی سر کی له روسانو څخه دا خواهش ورکړی چی دوه کاره وکړی چی ډیری پانګونی ته ضرورت هم نلری هغه دی: ۱-روسان دی وهڅول شی چی د کابل پولیتخنیک لکه د پخوا په شان ورغوی، وده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx