ورزش

نا اعلان شوې ملي لوبډله د راتلونکو سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر نا اعلان شوي لوبغاړي د هالنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر هېواد ته سفر کوي.

د کرکټ بورډ څخه په ورکړل شوي اعلامیه کې ویل شوي چې یاد لوبغاړي به قطر کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او له هغې څخه به د راتلونکي سیریز لپاره لوبډله غوره شي.

اعلامیه زیاتوي چې لوبغاړي به تر دوه اونیو تمریناتي کمپ ترسره کړي او له هغې وروسته به یوه ځانګړې لوبډله د هالنډ پر وړاندې لوبو لپاره انتخاب شي.

کرکټ بورډ د راتلونکو سیالیو لپاره ځانګړې لوبډله نه ده اعلان کړې، خو لیدل کیږي چې په باده لوبډله کې د ځینو پخواني لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم شتون لري.

قطر ته په استول شوي لوبغاړو کې د کرکټ بورډ زیات تمرکز په چټک توپ اچونکو شوی، چې د کرکټ بورډ سرچینو په حواله لږ تر لږه لس چټک توپ اچونکي غوره شوي دي.

دغه غوره شوي توپ اچونکي دولت ځدران، یمین احمدزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، سید شیرزاد، سلیم صافی، یوسف ځاځی، ضیا شریفي، افتاب عالم او فرید ملک دي. ددې سربېره په چټک آلراونډر لوبغاړو کې ګلبدین نائب، کریم جنت او عظمت عمرزی هم شامل شوي دي.

د کرکټ بورډ عمومي مدیر میرویس اشرف لوبغاړو ته د مخه ښې پرمهال وویل چې پرته له شکه پخواني لوبغاړي ډیره تجربه لري، خو د ځوان لوبغاړو حق به نه خوړل کیږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کیږي چې اوسنۍ لوبډله یې ښه بېلګه ده.

د روزونکو په هکله ښاغلي میرویس اشرف زیاته کړه چې په لنډ وخت کې د لوبډلې لپاره بهرني روزونکي وګمارل شي. دا په داسې حال کې چې د ملي لوبغاړو سره د توپ وهنې له روزونکي نوروز منګل پرته هیڅ روزونکی شتون نه لري.

بل لوري ته د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې د کرکټ بورډ مشرتابه په خپلو پالیسیانو په کلکه عمل کوي، او هغه لوبغاړي به غوره کیږي چې تکړښت کارکردګي او ډیسپلن  کې له هر چا وړاندې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې لوبډله باید له هر اړخه په جوړښت او توازن برابره وي، «موږ غواړو د ۲۰۲۲م شل اوریز نړیوال جام پورې داسې لوبډله چمتو کړو چې ښه جوړښت او توازن ولري».

دغه راز د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي په خپلو خبرو کې وویل، «د هالنډ پر وړاندې سیالۍ به د راتلونکو سیریزونو پېل وي، «موږ لوی هدف لرو، د پاکستان، هندوستان او بنګلادیش پر وړاندې راتلونکو سیریزونو کې هڅه یوازې لوبې کول نه بلکې ګټل دي».

افغان ملي لوبډله به د جنوري په ۲۱مه ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د هالنډ لوبډلې سره په قطر کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، دغه لوبې افغان لوبډلې ته د ډیر اهمیت وړ دي چې د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې حسابیږي او لوبډله نړیوال جام ته په مستقیم لار موندلو کې مرسته کوي.

ټاکل شوې ده د یاد سیریز وروسته په ۲۰۲۲م کال کې افغان لوبډله له زمبابوې، بنګلادیش، هندوستان او پاکستان سره هم سیالۍ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx