نړۍ

لیبیا: داسلامي ګوند مشر د معمرقذافي له کورني سره کومي پریکړي ته رسیدل ردکړه

the_leaders_of_libian_islamic_movement (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۵) په لیبیا کي داسلامي ډلي یوه مشره وخبري رسنیوته دوینا پرمهال دقذافي دزوي څرګندوني وغندلي او ویی ویل چي مونږ دقذافي له کورني سره یوډول پریکړي ته نه یو رسیدلی، نوموړي زیاته کړه دمعمر قذافي زوي خلاف وایی اوغواړي په داډول څرګندونو سره دحکومت په مخالف بلاک کي درز واچوي.

صلابی دخبرو په ترځ کی وویل دسیف الاسلام څرګندوني هیڅ اساس نه لري، هوکي مونږ ورسره اړیکي نیولی دي، خو داچي سیف الاسلام وایی کومي پریکړي ته سره رسیدلی یو سراسر درواغ دي.

نوموړی زیاته کړه مونږ دقذافي له کورني سره خبري کړی دي او اوس یی هم ورسره کوو خو زمونږ دخبرو دري اساسي ټکی په لاندی ډول دي، ترڅو دقذافی کورني لاندی دری ټکوته غاړه نه وي ایښي مونږ ورسره په هیڅ ډول کومي پریکړي ته نه شوی رسیدلي، اوزمونږ له لوري دري اساسي ټکی په لاندي ډول دي.

۱ دقذافي او زامنویی له واکه څخه لري کیدل، دقذافي يه شمول دنوموړي ټوله دکورني غړي له هیواده څخه وتل ۲: دهیواد په پلازمیني طرابلس کی له جنګ څخه لاس په سرکیدل، ۳: دلیبیا داولس له وینو تویول بنده ول.

نوموړی زیاته کړه دغه دري شرطونه ثابت دی له دغو درو شرطونو څخه که یو هم دقذافي اوکورني له لوري ونه منل شي مونږ په ورسره هیڅ پریکړي ته ونه رسیږو.

صلابی زیاته کړه مونږ دیوه پراخ بنسټه اوعادل نظام پلویان یو، اودلیبیا داولس لپاره دیوه ډیموکراټیک نظام دپلی کولو لپاره په هیواد کي دنورو ازادو خیالو قوتونه سره دقذافي رژیم په خلاف په یوه سنګرکي ولاړ یو، قذافی اودقذافي کورني نشي کولای په دارنګه پوچو اوبی بنسټو څرګندونو سره زمونږترمنځ جلاوالي راولي.

دیوسوال په جواب کی چي سیف الاسلام وایی دلیبیا دملي انتقالی شورای دعسکري ځواکونو مشر میجرجنرال عبدالفتاح دلیبیا داسلامپالی ډلي دکسانو له لوري وژل شوی دي، نوموړي زیاته کړه؛ مونږ دشهید عبدالفتاح وژنه په کلکو ټکو سره غندو، اوپه دي اړه موپراخي پلټني پیل کړی دي ترڅو هغه کسان چی دغه مجرمانه وژنه کی لاس لري ګیر اومحکمه شي، او دا نا ممکنه ده چي دلیبیا داسلامي نهضت غړي دي دشهید عبدالفتاح په وژنه کي لاس لري.

تیره ورځ دمعمر قذافي زوی له نیویار ټایم ورځپاڼي سره دخبرو پرمهال وویل، زه بارولرم چي دلیبیا اسلام پاله ګوند په هیواد کی یو ستر اورښتني ګوند دي، اوډیر نژدي ده چي په روانه میاشت کی به مونږ اودوي کوم تفاهم اوپریکړه ته سره ورسیږو، خو له بله پلوه بیا ښاغلي سیف الاسلام دلیبیا اسلام پاله ګوند په یو ویره اچونکي ګوند سره ونوماوه، نوموړي زیاته کړه دلیییا اسلام پاله ګوند یو ترهګراووینه تویه ونکي ګوند دي طرابلس ورباندی هیڅ باور نه لري، خومونږ دي ته اړکړل شوی یو چی دغه ګوند ته قایله شو او ورسره کومي پریکړي ته ورسیږو.

له بله لوري اسلام پالو  دقذافي له کورنی سره خبري کول منلی دي، اوزیاته کړی یی ده چی دګوند یوه مشر علی الصلابي له نوموړیو سر خبري کړی دي، خو داچی سیف الاسلام دکوم تحالف خبره کوي سراسر دروغ دي هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړی زیاته کړه دلیبیا اسلام پلوه ډله دلیبیا دانقلاب له مشرانو څخه ملاتړکوی اوپه لیبیا کی دیوه دیموکراټیک نظام لپاره چي هغه کي به دقذافي دکورني هیڅ دخل نه وي شاته ولاړدي.

بخت الرحمن بخت ……………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x