وقار یونس - مصباح الحق

کرکیټ: د پاکستان د ټیم کوچ یو ځل بیا وقار یونس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان کرکیټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکې مودې لپاره به یو ځل بیا ددغه هیواد د کرکیټ ستوری بالر وقار یونس د کوچ په توګه وګومارل شي.

د راتلونکي چار شنبې (سبا ورځ) څخه د سیرلانکا او پاکستان تر منځ د کرکیټ لوبي شروع کیږي، چې لومړی به دوه ټسټ لوبي او بیا درې یوه ورځنۍ لوبي کوي.

د یوه ورځنۍ پنځوس اوریزو لوبو سیریز به د رواني میاشتي اګست په 23مه په سیرلانکا کې ددواړو هیوادونو تر منځ پيل شي.

د پاکستان د ټیم کپتاني مصباح الحق کوي، چاچي په تیرو شپږو میاشتو کې د خپل ټول ټیم په شمول یوه ټیسټ لوبه هم نه ده کړې، او د کتونکو په نظر د یو داسي هیواد سره چې هغوی دوامداره لوبي کوي، د پاکستاني لوبغاړو تجربه کمه او تر فشار به لاندي وي، خو بیا هم د پاکستان د ټول ټیم نظر د مصباح الحق په ښه بیټنګ او د سعید اجمل په ښه بالنګ باندی دی.

باید وویل شي چې د پاکستان کوچ د ۱۹۹۲ څخه بیا تر اوسه ۱۷ ځله بدل شوی، چې د کرکیټ لوبي پوهان یې ډیر زیات بولي، او وايي چې دا په دې دلالت کوي چې د پاکستان کرکیټ د څومره مشکلاتو سره مخ دی.

وقار یونس ددې تر مخه په کال 2010 کې د پاکستان د کوچ په حیث ټاکل شوی وو، او د هغه د کوچنګ دوره د پاکستان په کرکیټ په اوسني تاریخ کې یو ښه دوره بلل کیږي، ځکه نسبتا پاکستان ډیري لوبي وګټلي، او د نړیوال جام تر نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) پوري ورسید.

وقاریونس په کال ۲۰۱۱ خپل له دندې په دې وجه استعفا ورکړه چې د پاکستان د کرکټ بورډ دده تنخا او مالي استحقاقات پر وخت نه ورکول.

له هغه وروسته چې په پاکستان د امنیتي پيښو له کبله نړیوال کرکیټ نه دی شوی، د پاکستان کرکیټ بورډ د مالي مشکلاتو سره مخ دی، چې له کبله یې په دغه هیواد کې د کرکیټ راتلونکی ورځ تر بلي مخ په کمزوری کیدو دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د