افغانستان

نړیوال اسلامي پوهنتون کې د دوه ګروپونو تر منځ نښته کې ګڼ شمېر محصلین ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد محصلینو د دوه ګوندونو تر منځ نښته شوې  چې له کبله یې ګڼ شمېر محصلین ټپیان شوي دي.

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې سلګونه افغان محصلین هم په مختلفو پوهنځیو کې لوړ تحصیلات کوي.

د دغه پوهنتون افغان محصلینو نن ټکی اسیا ته وویل چې دا پېښه  هغه مهال راامنځته شوه چې د پښتون سټوډنټس کونسل (پښتون محصلینو شورا) په نوم یې ډلې د خپلو غوښتنو په موخه د پوهنتون ادارې لاريون کاوه چې د «جمعيت طلباء اسلام» په نوم یوې بلې ډلې پرې برید وکړ او له کبله یې تاوتريخوالی رامنځته شو.

د محصلینو په وینا په دغه نښته کې ډير محصلین ټپیان شوي دي او یو شمېر محصلين د ژورو ټپونو له کبله روغتون کې بستر دي.

افغان محصلینو ویلي دي چې په دغه لاریون کې افغان محصلینو ګډون نه دی کړی او نه هم په ټپیانو کې افغان محصلین شامل دي.

دوی زیاته کړې چې له پېښې وروسته محصلينو د اسلام اباد سرینګر لویه لاره د محدود وخت لپاره تړلې وه.

محصلین وايي چې پوهنتون ته پوليس رسېدلي او وضعيت هم تر کنترول لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم دغه دوه د محصلینو ګروپونو تر منځ نښته رامنځته شوې وه او په کې یو محصل هم وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx