افغانستان

قریشي وايي د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو مسئله د ديپلوماتیکو لارو حل و فصل کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو مسئله د ديپلوماتیکو لارو څخه حل و فصل کوي.

قریشي زیاته کړې چې دوی دغه مسئله له سرپرست افغان حکومت سره مطرح کړې ده او ځينې «شرخوښي» کسان غواړي چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو تازه راپورته شوې مسایل لوی کړي.

قریشي هیله مندي ښودلې چې دغه مسئله به د ديپلوماتیکو لارو حل و فصل کړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرو څو اونیو راهیسې په بېلابېلو پېښو کې افغان امنیتي ځواکونو پاکستانی لوری د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو څخه منع کړي دي.

په ځینو ویدیوګانو کې ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه وايي چې پاکستانی لوری د ډيورنډ تر کرښې را اوښتي دي او د افغانستان پر خاوره يې د اغزن لګولو هڅه کړي ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم منلې ده چې افغان ځواکونو په ځینو ساحو کې پاکستانی لوری د اغزن تار لګولو څخه منع کړی او په وینا یې پر ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګول غیرقانوني دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د تېرو څو کلونو په موده کې د ډیورنډ کرښې ۹۰ سلنه برخه باندې اغزن تار لګولی دی.

ویل کېږي چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو کې تېر حکومت هم د پردې تر شا موافقه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تیر حکومت که د پردی تر شام د اغزن تار په سر موافقه کړی وه اوس هم یو نمایشی ډرامه روانه ده تر څو طالب حکومت ته یو ملی حیثیت ور په برخه کړی. طالبان چی کورونه یی په پاکستان کی دی او د پاکستان د حکومت او د مدرسو د ملایانو ملګرتیا ورسره ده هیڅکله به خپل تعلقات له پنجابیانو سره خراب نکړی. دا اغزن تار به نور هم اغزن شی او پر خپل ځای به پاتی وی. د قریشی په خبره د چا پلار یی نشی لری کولی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx