شعـــــرونه

هر کار شو شهرتي د رب رضا ورپکې نشته/ عمر صديق

عمر صديق

هر کار شو شهرتي د رب رضا ورپکې نشته
ډير زړونه شول بې خونده هيڅ ښکلا ورپکې نشته

هر کار نمايشي ده، ځان ښودل دي يو تر بله
بس خان ده که پاچا ده غم د چا ورپکې نشته

خولې لرو خو ذکر نه پرې دروغ او غيبت زيات کړو
سينو کې مو دي زړونه خو الله ورپکې نشته

له ځينې شاعرانو نعت خوانانو مې ګيله شي
لويي کړي، عاجزي خو په رښتـيا ورپکې نشته

لمونځونه کړو، سجدې کړو، خو حضور برابر نه وي
لاسونه ښه بې شمېر دي خو دعا ورپکې نشته

شته ډير زيات علما او طلباء په نن زمان کې
په ډېرو کې بيخي ګوره تقوا ورپکې نشته

غفلت دی په هر زړه کې عبادت خلکو پرې ايښی
دماغ لرو خو فکر د عقبی ور پکې نشته

عمر صديقه زړه چې چاته ورنکړې نور بس دی
د مينې دعوې کاندي خو وفا ورپکې نشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx