نظــر

د انګريز ماتې او نوى پلان

عبدالمبين

د خدای په فضل او کرم سرہ دا خو هر يو سړى مني چې امريکا په ملا ماته او په ګونډو شوه.
اوس راځو دې ځاى ته چې امریکا، کفارو او مشرکینو او د هغو همکارانو (هغه مسلمانان چې سر يې سرو انګرېزانو ته په غلامۍ کې ورکړی و) د دومره قوت باوجود او سپر طاقت بلل کېږي هر يو هيواد ترې ويره کوله، هر ډول ټيکنالوژي، هر ډول وسله او هر قسم مشينري او د ډالرو خو حساب نشته، بيا يې ولې ځان تا بې عزتي، ذلالت او شکست قبول کړ او ولې يې ماتې قبوله کړه ولې يې ځان ټول عالم ته شرمنده کړ.

اوس په دې کې دوه وجې دي:
١: يوه وجه خو داده چې دا د الله رب العزت يو خاص فضل و کرم دی چې په مسلمانانو يې کړی.

بيا د هغو مجاهدینو او مسلمانانو د وينو برکت دی چې د الله رب العزت په لويه لاره کې تويې کړې او د هغو کونډو، ميندو خويندو او يتيمانو برکت دی چې خپل زړونه يې د الله تعالى په لويه لاره کې ورکړل.

او د هغه زنګي توپک برکت دی چې يو چا هم نه منله چې دا به يو سپر طاقت ته شکست ورکوي خو الحمدلله ثم الحمدلله دا هغه زنګي توپک و چې د نړۍ ټولو کفارو ته يې ماتې ورکړه.

٢: دوهمه وجه نوی پلان

په ذهن کې يو سوال را پيدا شو، هغه دادی چې امريکا ولې دومره په شرمندګۍ سره ماتې قبوله کړه آيا امريکا په دا شل کلن جنګ کې هيڅ تر لاسه نه کړل؟

ګورئ هر سړى يو سوچ او فکر و نظر لري، زما په سوچ او فکر و نظر کفارو ډېر څهٔ تر لاسه کړل دا ځانته خبره ده چې کفارو په جنګ کې شکست وخوړ ماتې يې قبول کړه.

خو کفارو په دا شل کلن جنګ کې دا ترلاسه کړل چې د يو مسلمان عقيده، سوچ او فکر په څه شي خرابيږي د يو مسلمان ذهن څنګه ورجوړ کړو چې دين اسلام يو تنګ نظر لري.

کفار په دې پوه شول چې ددې نه علاوه بل څه نشته اوس کفار په دې سوچ او فکر کې دي. چې يو مسلمان له دين اسلام څخه څنګه ګمراه کړو نو کفارو مستشرقينو يو څو شيان د مسلمانانو منځته راوړل.

هغه دادي.
١:د اسلام په مقابل کې د جمهوري او د ډيموکراسۍ نظام راوړنه.

٢: په ټولنه کې ښځو ته د سړيو برابر حقوق ورکول او ښځې ته د بربنډتوب مکمل اجازت ورکول.

٣:سوشل ميډيا د دين او اسلام په خلاف استعمالول چې دين او اسلام خلکو ته دهشتګردۍ ښايي.

٤: د ځوانانو ذهنونه ته لاس اچول په دې ډول نیټ، فيسبوک او ګوګل په ذریعه چې راتلونکې نسلونه له دين او اسلام قرآن او حديث نه بلکل بې خبره وي.

٥: د نيټ د جوړولو مطلب همدا دی چې غليظ کارونو په کى ښکاره کړل شي د بيلګې په توګه tik tok او pubg game په دې کې يې داسې شيان داخل کړي که هر يو انسان يې وکړي نو هغه له اسلام نه خارج کيږي ځکه دوى غواړي چې د مسلمانانو بچي نه دين وپېژني، نه اسلام، نه قران او نه حديث‌…

د انګريز ذهن دادی چې په مسلمانانو داسې کار وکړل شي چې له شکل او صورت نه مسلمان ښکاره شي او ذهن و فکر يې زموږ په لار روان وي.

نو مسلمانانو وروڼو اصل جنګ وس شروع شو.
ای الله ته خپل رحم و فضل راباندې وکړې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx