افغانستان

کرزي د افغاني سرتیري له لوري د بهرنیو عسکرو وژنه وغندل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل) : د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د پلازمیني کابل مربوط په یوه روزنیز مرکز کې د افغاني سرتیري په ډزو د څلورو بهرنیو عسکرو وژنه په کلکه وغندل.

او وې ويل چې د یو افغاني سرتیري له لوري په هغو بهرنیو روزونکو او جنرالانو ډزي چې دغه روزنیز مرکز ته د لیدني لپاره ورغلي وه، په کلکه غندي، او دا دښمن دسیسه بولي.

باید وویل شې چې نن د ایساف رسنیز مرکز خبر ورکړ چې یوه افغاني سرتیري د قرغې په روزنیز مرکز کې په بهرنیو او افغانیو عسکرو ډزي وکړي چې له کبله یې څلور کسه مړه او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د وروستیو راپورونو سره سم په ډزو کې یو المانی او یو افغانی جګ پوړي فوځي جنرالان او روزونکي هم شدید ژوبل دي.

حامد کرزي په خپل خبرپاڼه کې چې د ارګ له خوا خپره شول وویل چې نومړی په دې مناسبت خپله غمرازي د بهرنیو عسکرو، د هغوی د کورنیو او هیوادونو سره شریکوي، او دا یې یو فاجعه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x