افغانستان

په تېر یو کال ۹۰۰زره متره مربع غالۍ تولید شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د غالیو تولیدونکي شرکتونو مسوولین وايي چې په تېر یو کال کې یې ۹۰۰ زره متره مربع غالۍ تولید کړي دي.

اریانا خصوصي تلویزون په یوه راپور کې د غالیو تولیدونکو شرکتونو د مسوولینو له قوله لیکلي دي چې د هوايي دهلیزونو د بندیدو له کبله له افغانستان څخه د غالیو صادرات نه دي شوي.

دوی زیاته کړې چې ۹۵ سلنه د افغانستان غالۍ د پاکستان له لارې د پاکستان په نوم نړیوالو مارکېټونو ته صادرې شوي دي.

غالۍ جوړوونکو شرکتونو د ټولنې مشر نور احمد نوري له حکومت څخه غوښتي دي چې د غالیو د صادراتو لپاره دې هوايي دهلیزونو د بېرته پرانیستلو لپاره زمېنه سازي وکړي.

هغه ویلي چې اسلامي امارت د دوی تولیداتو ته په نړیوالو بازارونو د کې صادرولو زمېنه برابره کړي او د دې لپاره دې هوايي دهلیزونه بیا پرانیزي.

د افغانستان د غالیو تولیدونکي شرکتونو د ټولنې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې حاضره سلګونه د غالیو تولیدونکي شرکتونه شته دی چې شاوخوا یو نیم میلیون کسان په کې کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx