افغانستان

ترکمنستان سفارت د افغان او ترکمن ځواکونو تر منځ د نښتې راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د ترکمنستان سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغان او ترکمن سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.

د ترکمنستان سفارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترکمنستان له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب او دایمي بې طرفۍ ته دوام ورکوي.

ترکمنستان یو له هغه هیوادونو دی چې په کابل کې يې خپل سفارت پرانیستی دی او څه موده وړاندې يې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړه.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ځينو افغان رسنیو راپوورنه ورکړل چې افغان او ترکمن سرحدي ځواکونه د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې نښتې کړي دي.

راپورونو زیاته کړې وه چې څو ورځې وړاندې ترکمن سرحدي ځواکونو یو افغان ملکي وګړی وژلی او بل يې ډبولی و چې د همدغې پېښې د څېړنې لپاره امنیتي ځواکونه خم آب ولسوالۍ ته تللي وو چې د ترکمن سرحدي ځواکونو له عکس العمل سره مخ شول.

د راپورونو له مخې وروسته افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې خو په پېښه کې چاته ځاني زیان ونه رسېد.

افغان حکومت تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو رسمي دريځ نه دی څرګند کړی خو تر دې وړاندې د ایران سرحدي ځواکونو سره د سرحدي شخړه یې «سوء تفاهم» ګڼلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx