ورزش

عزیز فضلي: یو شمېر پخواني لوبغاړي به کرکټ څخه استعفا وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر عزیز الله فضلي ویلي چې ډیر ژر به د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني لوبغاړي استعفا وکړي.

ښاغلي فضلي په خپله فیسبوکپاڼه په یوه پوسټ کې ویلي، «د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هر یو حمید حسن، محمد نبي عیسی خیل، شاپور ځدران، او سمیع شینواری به د ملي لوبډلې څخه استعفا کوي».

عزیز فضلي دا خبره په داسې حال کې کوي چې د تېر نړیوال جام لپاره یې یو شمېر لوبغاړي په دې خاطر شامل کړي وو تر څو له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړي.

هغه مهال یوازې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان اړ شو له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړي، خو پاتې لوبغاړي لا هم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په تمه وو.

نوموړی چې تر ډیره د کرکټ بورډ یو متنازع مشر پاتې شوی، اوس له خپلې فیسبوکپاڼې څخه دغه پوسټ حذف کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه وایي چې دوی به راتلونکي کې د پځوانیو لوبغاړو ترڅنګ نوي لوبغاړو ته هم فرصت ورکړي، تر څو حق خپل حقدار ته وسپارل شي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف تېره ورځ لوبغاړو ته د مخه ښې پرمهال ویلي وو، « پرته له شکه پخواني لوبغاړي ډیره تجربه لري، خو د ځوان لوبغاړو حق به نه خوړل کیږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کیږي چې اوسنۍ لوبډله یې ښه بېلګه ده».

دغه راز د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان زیاته کړې وه چې په خپلو پالیسیانو به په کلکه عمل کوي او یوازې به هغه لوبغاړي لوبډله کې ځای مومي چې تکړښت، کارکردګي او ډیسپلن کې له نورو وړاندې وي.

له تېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان کرکټ مبصرینو او پوهانو له لوري یو شمېر مجرب او پخواني لوبغاړي تورن کیږي چې د ځوان لوبغاړو ځای یې نېولی چې د لوبډلې د کمزوری لامل شوی دی.

د یادونې ده چې محمد نبي اوسمهال بیګ باش لیګ کې د ګډون په موخه استرالیا کې دی، چې اټکل کیږي د هالنډ پر وړاندې راتلونکو درې سیالیو لپاره لوبډلې سره یو ځای شي، خو پاتې یاد شوي لوبغاړي د لوبډلې برخه نه دي ګرځېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx