روغتیا

کابینې پریکړه: عامې روغتیا وزارت دې د روږدو کسانو درملنې لپاره ځانګړی کمپلیکس جوړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون دوشنبې په ورځ د کابینې غونډه ترسره شوه چې د یو شمېر مسایلو بحث په کې وشو.

د نورو پریکړو ترڅنګ د یادې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته امر وشو چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره مجهز طبي کمپلکس چمتو کړي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند د کابینې پریکړه کې ویل شوي، «د کابل په ختیځ څرخي پله سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ۱۶ ګودامونو له جملې څخه دې ۱۰ ګودامونه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي تر څو د روږدو کسانو د درملنې لپاره مجهز طبي کمپلکس چمتو کړي او د هغوی د اوږدمهالې روزنې او له روږدیتوب څخه د هر ډول خلاصون لپاره ترې کار واخیستل شي».

باید وویل شي چې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر په پراخه توګه زیات شوی چې اوسمهال د اټکل له مخې دغه شمېر له ۳ ملیونو پورته دی، چې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۹ سلنه کیږي.

په اګست میاشت کې په افغانستان د اسلامي امارات له حاکمیت وروسته زرګونه په نشي توکو روږدي کسان په یو شمېر ولایتونو کې د درملنې لپاره ځانګړي روغتونونو ته وړل شوي چې له ښه کېدو وروسته یې عادي ژوند پېل کړی او ځینې بېرته پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

افغان حکومت که څه هم د دې کسانو د درملنې لپاره فعالیت کوي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې ځینې ځانګړي مرکزونه په پام کې نېولي، خو روغتیا پوهان وایي چې د دې مرکزونو ظرفیت د روږدو کسانو شمېر ته په کتلو سره خورا کم دی او نشي کولی چې د ټولو درملنه په کې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx