دیني، سیرت او تاریخ

دنيا او زموږ ژوند

حسان مجاهد

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زما د امت عمرونه به له شپېتو تر اويا کلونو پورې وي او ډېر کم به داسې خلک وي چې عمرونه يې له اويا کلونو واوړي. رواه الترمذي وابن ماجه

د احاديثو شارحين وايي چې که د بعضو عمرونه تر اويا کلونو واوړي نو هغه عمر په نيستۍ شمار ده، ځکه هغه وخت سړی د بل محتاج وي او د خلکو په نظر ډېر خوار وي.

محمد بن ابي عميرة رضی الله عنه وايي: که څوک د پيدايښت له ورځې تر هغه وخته چې دی سپين ږيری مري د الله تعالی په عبادت کې سر په ځمکه کيږدي نو یقیناً دی به له مرګه وروسته دا عبادت ډير لږ وبولي او دا ارمان به لري چې کاشکې بيا دنيا ته تللی وای چې نور ثواب او اجر يې زيات شوی وای. رواه احمد،مشکواةص۴۵۲.

امام غزالي رحمه الله تعالي وايي: که له ځمکې تر اسمانه  ټوله ساحه د(ږدن) له دانو ډکه شي او په زر کاله کې يوه مرغۍ راځي او يوه دانه اوچتوي نو دا د ږدن دانې به پای ته ورسيږي خو د آخرت زندګي به پاي ته نه ورسيږي، يعنې د دنيا ژوند نسبت د آخرت ژوند ته ډير کم ده.

يو بزرګ وايي: ما له يو(برف)يخ فروش څخه ډير عبرت حاصل کړ، چې په لاره روان و او خلکو ته يې ويل «ای خلګو د خدای په خاطر له ما څخه دا يخ واخلئ(رانيسئ) زما ټوله سرمايه داده که تاسې وانخيست نو ټول به لمر ويلي کړي» نو ما فکر وکړ چې د انسان ژوند تر دې يخي ډير ژر ختميدونکی ده، خو مونږ انسانان يې له ختميدو غافل يو.

مونږ د نوي کال په رارسيدو خوښي څرګندوو او یو بل ته مبارکي ورکوو خو دې ته مو پام نده چې زمونږ له قيمتي ژوند څخه بيا يو کال تېر شو، يو عالم وايي ای انسانه ته له ورځو جوړ يې چې کله يوه ورځ تيريږي نو ستا د بدن يوه حصه تماميږي.

مونږ د خپل ژوند په قيمت اوس نه يو خبر، علماء ليکي چې فرضا که مړ انسان پنځه سوه کاله عبادت وکړي خو د ژوندي انسان د يو سبحان الله ويلو ثواب نشي موندلی.

پخوانيو خلکو هر يوه په مختصر ژوند کې ډېر لوی کارونه کړي دي، کله چې مونږ د هغوی تاريخ لولو او دا مخې ته راشي چي فلاني عالم…..سوه يا ….زره يعنې دومره تصنيفونه کړي دي خو چې عمر ته يې نظر وکړو نو د ډيرو عمرونه به تر سلو نه وي اوښتي، اوس خو تر دوويشت کلنۍ پورې د ماشومتوب لقب کاريږي خو په اسلامي تاريخ کې اکثره خلګو په ۲۲,۲۳،۲۴کلنۍ کې ستر ستر قيادتونه او کارنامې کړې دي.

اوس دا دی بل نوی کال راغی، خو مونږ باید فکر وکړو چې په 2022 کال يعنې له نن څخه سل کاله وروسته به مونږ تر تورو خاورو لاندې يو، زمونږ مال او جايداد به د نورو په واک کې وي، په مونږ پسې د ژړيدونکو غم به سپک شوی وي، مونږ به د حسرت او وحشت په کور کې يوازې پراته يو، هيڅوک به مو فرياد نه اوري او يوازې مونږ او اعمال به سره پاته يو.

نو راځئ دا قيمتي ژوند عبث نکړو تير، زمونږ د عمرونو ډيره کمه حصه پاته ده او دا پاته حصه د الله تعالی په عبادت او طاعت زرينه کړو او د ابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو.

ابي العتاهية شاعر وايي:
الموْتُ بابٌ وكلُّ الناسِ داخِلُهُ يا ليْتَ شعرِيَ بعدَ البابِ ما الدَّارُ

الدَّارُ جنَّةُ خلدٍ إنْ عمِلتَ بِمَا يُرْضِي الإلَهَ ، وإنْ قصّرْتَ، فالنّارُ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx