
مصر ليبيا کې د پوځي مداخلې پلان لري
نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳:) د مصر د بهرنيو چارو پخواني وزير عمرو موسی مصري حکومت ته مشوره ورکړې، چې د ليبيا د کشالې په
اړه دې د پوځي لارو چارو څخه کار واخلي.
د عمرو موسی له دفتره په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې مصر ليبيا کې د پوځي مداخلې په اړه په خپل پلان کار کوي.
د ۲۰۱۱ م کال راهيسې، چې ليبيا کې د پخواني ديکتاتور ډګروال معمر القذافي حکومت نسکور شو؛ ليبيا د کورنۍ جګړو او شخړو په ميدان بدل شوی هېواد دی.
د عمرو موسی له قوله د مصر لويديځ ګاونډي هېواد ليبيا کې شخړې او تاوتريخوالی د مصر په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.
عمرو موسی ليبيايي اسلامپال د مصر ملي امنيت ته ستر ګواښ ګڼي.
نوموړی وایي، چې « ليبيايي اورپکې ډلې د مصر امنيت لپاره مستقيما ګواښ دی او په دې اړه بايد دعامه پوهاوي لپاره يو لړ منطقي بحثونه او څېړنې پيل شي.»
د مصر د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د عمرو موسي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د مصري چارو کارپوهان وايي، چې له سياسي پلوه عمرو موسی مصر کې يو منل شوي شخصيت دی، خبره يې وزن لري او د مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي نژدې ملګري ګڼل کيږي.
مصري کارپوهان وايي، چې د عمرو موسی له څرګندونو ښکاري، چې د مصر حکومت ليبيا کې د پوځي مداخلې هوډ لري او په دې اړه يې سلامشورې هم پيل کړي دي.