نظــر

افغانه مظلومه ښځه؛ او پر سیاسي حق يې د امریکا او امارت سیاسي جګړه!

استاد محمد زمان مزمل

خوارکۍ شا ککو:
نیمه پېړۍ شوه چې د افغانانو پخپلو کې په روا ناروا جګړو کې او بیا له اشغالګرو سره په بر حقه جنګ کې افغانستان او کلي، بانډې او ښارونه یې تکرار وران شول او افغاني مظلومې کورنۍ پکې هومره ړنګې شوې چې اوس د امریکایي بادارانو خیریه مؤسسو ته د مستحقو لړلیکونو تر نیمو زیات په کې کونډې او یتیمان وي.
په تېرو روا ناروا جګړو کې د نارینوو تر څنګ د ښځو جنازې هم په هديرو کې یو سیال مقام لري هوښیاران یې له شناختو پېژني.
تر دې بدتره پکې دا ده چې د هر نارینه په مرګ هم خوارکۍ شا ککو یا بوره شي، یا کونډه شي او یا وراره.
بلکې د افغاني ړنګې کورنۍ بار دا نیمه پېړۍ همدا بې اسرې شاککو او د هغې هغه اسکېرلي یتیمانو په اوږو وړي چې پرون همدغو مافیایي مجاهدینو مشرانو د خپلو لنډکروزرو د ښیښو نه د هغوی قوارو ته په دې خاطر نه کتل چې خواشینه سیماګانو یې د لنډکروزرو سپرلۍ بې خونده نه کړي.

خلق و پرچم له خپلو سرو جنډو مسته کارنامه جوړه کړه، ولې د بلا کورنیو مشران یې په پلیګون کې ژوندي ښخ کړل. کونډو او یتیمانو یې تر پرون پورې د کور د دروازو په ټکا کې د هغوی د راتګ زخمي خاطره په زړه ګرځوله، مجاهد صاحبانو هم د نجیب په سقوط د فتحې په عنوان هومره خلک بې کوره او شهیدان کړل چې له ولس یې د خلق و پرچم ناورین هېر کړ، مجاهد طالب هم په داخلي جګړو کې همدا ترخه کیسه تکرار کړله.

د امریکا په شل کلنه جګړه کې هغه ترخه ماضي تر خاورو لاندې شوه چې طالب مشران او کشران یې له تأثر نه عفوې ته مثبت ډیزاین نشي ورکولی، مطلب دا چې خوارکۍ شاککو تر مستانه او رنګ رنګ فاتحینو زیات وڅکل، که باور مو نه راځي نو د خیرات ټولوونکو کتار او د جوماتو دروازو ته ورشئ، کاشکې بیا به ووایئ نوره یې زما افغانۍ مورکۍ ته ور پوره کړه.

وروستۍ فتحه؛ او د شاککو په حق د امریکا او طالب سیاسي جګړه:
د هغو لاس خوړلو محدودو ښځو پرته د طالب په وروستي راتګ ښایي تر نارینه وو افغان مظلومه ښځه زیاته خوشاله شوې وي ځکه د کور بار په هر لحاظ د هغې په غاړه وي ولې د بده مرغه طالب مشرانو په نیمه خوشحال کابل کې دوه بې سوچه کاره وکړل:

اول:
د افغان ښځو وزارت یې بې وخته بند او بیا لغوه کړ:
زه په خدای قسم خورم هومره مختورن او ګنهګار چې دا نور وزارتونه ول بلکې د عدليې وزارت او د قاضیانو ستره محکمه ټیټ چلېدل د هغوی په نسبت د ښځو وزارت د کورنیو د اعاشې وسیله وه، څه اسمان رالویده چې طالب مشرانو په دې ګنهګار کابل کې همدا د ښځو ګنهګار وزارت د نورو کنهګار وزارتو تر څنګ پرېښی وای او یا یې د کوم مولانا با سواده زٰړه ښینه پدې وزارت ګمارلې وه. زه نه پوهېږم چې فاتح طالب به له دغې بې اصلاح اصلاح نه د خپل درويزه سیاست په کچکول کې کوم افتخار تاریخ ته پرېږدي.

دویم:
د ښځینه مکتبونو په اړه د توقیف او بندېدو نه دا بهتره وه چې په یو نسبي معقول حجاب کې دغه لیسې همداسې فعالې پرېښې وې ځکه د ښځو مکتبونه د ښځینه وو تر سرپرستۍ لاندې دي دا ټول په دې خاطر چې د امریکا روانه سیاسي جګړه ډېری برخه یې د شاککو نه پر دفاع روانه ده، هغوی د شاککو د حق غم نه دي اخیستي بلکې هغوی دا هر څه د مذهبي اصلاحګرانو د مشغولا لپاره د یوې سیاسي لوبې په حد کې کوي، کنه همدا اوس چې د طالب حکومت دی د ښځو د پریشانۍ او بې کارۍ لوی لامل خپله امریکایي باداران دي.

یوه وړه ګیله؛ له اجرتي فعالینو نه:
کله چې طالبانو د ښځو د حقوقو په اړه او بیا د کلیوال وسیع قلمرو کې د ښځو د ملګري د انتخاب د ښځې د میراثي کولو او په جرګو او بدلونو کې د هغې د جبري ورکولو د روان نیمه روان تهذیب په اړه خپل اصلاحات اعلان کړل او ښه یې اعلان کړه، له بده مرغه ځینو د ښځو فعالينو او ورسره د هغو نه بې سوچه نارینه فعالینو په ځای د دې چې دا فرمان استقبال کړي او تر دې زیات وغواړي نو په همدې یې بې ځایه نیوکې وکړې.

ښاري ښځو د افغانستان په وروستیو تحولاتو کې ډېر څه تر لاسه کړه، ولې که ریښتیا ووایم اصلي ظلم په کلیوالو ښځو روان دی او اوس هم زیاتره بې پلاره او د غریبو کورنیو انجونې نه ازادي لري، نه انتخاب او د خپل کمزوري کورني وضعیت له مخې د نا اهله ميړونو او د خسرانو په کورو کې د توهين نیولې تر سوباړي او کوتکو پر سر خوري که طالب مشران رښتیا اصلاحګران وي په کابل کې دې د شاککو په حق د امریکا او طالب سیاسي جګړه ډېره د طالب له عجلي افراط او نه زغم نه پیدا ده، که طالب مشرانو د خپل قوي امیر او د خپل قوي قاضي القضات دوه مرکزي وزارتونو داخله او دفاع وزارتونو په اخیستلو د مؤقتې دورې لپاره یو غیر طالب رئیس الوزراء او څو غیر طالب محدود وزیران یې انتخاب کړي وای امریکا له طالب سره دغې جګړې ته نشوای تلای او که تللې وای نو مخ به یې لا د لړم په میاشت کې تور شوی وای، امام خمیني همدا کار په همدې فلسفه په ایران کې وکړ، په ایران کې هم مقبول او په نړۍ کې هم د یو جدي مقاومت سره مخامخ نشو ځکه بازرګان او ابو الحسن بني صدر همدغسې څهرې وې.

که طالب مشران د خپلو شل کلنو بې وطنه او د غرو، سړو او ګرمیو وهلو يارانو د دمې او د چوکۍ د هوس پلان لري د سیاسي جګړې په كرارولو هغوی کولی شي چې د هر طالب کابلي باجه او کابلي خسر ته هم چوکۍ وګټي نور خو لا پرېږده، طالبان ورونه باید د وخت په اهمیت پوه شي خپل ولس د مُلا په رابطه او د مُلا د نيمګړي سیاست په اړه په غلط فهمۍ او کم فهمۍ کې ونه غورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلم محمدي

زه هرکله د دغه سپين ږيري د نظر مخالف اوسیدلی يم.
خو په دې پورتنۍ خبره کې سل نه بلکې زر سلنه ورسره موافق يم.
الله دې دا امارت له دې څو ناچله او ناپوهو بلاګانو خلاص کړي.
لکه ملامداسن رئیس وزيران ، شيخ ثاقب، شيخ شريف، شيخ شرعي، او خپله شيخ هبة الله.
د ښځو د تعليم دا جاهلانه مخالفين فقط همدا خلک دي، چې د ټول نظام د تباهي سبب به همدا څو کسان وي.

pattan

یاره مزمل صیب خبرې ښې کوې خو اخر یې بیا کګي کوي ! الله دانصاف درکړي ، د نظام د باندې له خوا به ډیرې خبرې او انتقادونه نیول کیږي ، خو که یوانسان یوه مسئولیتي دنده په یوونوي نظام کې ، کوم چې شل کاله پخوا ترپرونه پورې د لنډغري ، غلا ، فحشا ، قطل ، رشوت او مخبري کلتور او ریښې یې درلودې، ترلاسه کړي ، نو سل په سلو کې به یوعمل او کړنلاره د یوو نوی اسلامي نظام د خښتې او بنسټ لپاره اسانه کار نه وی ! د طالبانو طبعي جوړښت اوعمل یې په… نور لوستل »

مولوی نجیب الله زاهد

په خپلو سترګو وینو چې تېرې تجربې او ناخوالې بیا تکرارېږي او دغه مېړنئ ملت بیا کړیږي خو بیا هم لاس ترځنې ناست یو او هېڅ نه کوو. استاد محترم ستاسو مشورې او ستاسو لیکنې ټولې پرځای او حقیقت دی خو د تأسف ځای دی چې که د اورېدو غوږونه وای او د تعقل عقلونه وای ارمان ارمان

جمیل

د مزمل صیب کومه لیکنه تر اوسه چا لوستلی ده چی د دین ، آزادی ، خپلواکی او یو والی په ګټه یی لیکلی وی ؟

طوطی

جمیل ته: ستا د عمر په اندازه یی له روسانو سره ډبولی. تاسو څه وکړل د خلیلزاد له برکته مو په چل او ول حکومت تر لاسه کړل اوس ورته عز او زاری کوی بغاری مو تر آسمان چګی شوی.

Karwan

جميل وروره، همداسي ده، د مزمل له ليکنو بد بوي ځي. دا سړي خداي شرمولي دي. ډيري دبي اتفاقي خبري کوي او ددوښمن د تلي پله درنه کوي. مزمل خو هغه وخت هم خپل ږغ پورته نه کړ، کله چه هره ورځ داشغالگرو او داخلي ګوډاګيانو لخوا تر ۳۰۰ بيګناه افغانان وژل کيدل، جسدونه په ښارونو کي کشکيدل، په جسد بولي کيدي، دالله کتاب سوځيدل کيدل، مسجدونه نړيدل، داسي نور او نور. ولي مزمل ږغ پورته نکړ او چوپ پاته وه! ايا دامرالله صالح لخوا د مرموز وژلو څخه ويريده اوکه ايماني جزبه ئي صفر وه! شل کاله جهاد نورو… نور لوستل »

طوطی

مزمل صیب: سر مه پری خوږوه. کاش دوی سره دومره علم وای چی ستا لیکنو باندی پوهیدالی. دوی باندی اوس ښی مشورې هم بدی لګیږی.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx