افغانستان

افغان هوايي ځواکونه ۸۱ هلیکوپتر په لاس کې لري؛ ۴۱ یې فعال دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د تنظیم کمیسیون رییس وايي چې د ۱۶۴ هلیکوپترو له منځه په افغانستان کې ۸۱ هلیکوپترې په افغانستان کې پاتې چې له منځه یې ۴۱ هلیکوپترې فعالې دي.

لطف الله حکیمي ویلي دي چې د تېر رژیم د سقوط سره له نیمو زیاتې هلیکوپترې له افغانستان څخه بهر ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړې چې تر دې دمه ۴۱ ترمیم شوې الوتکې په لاس کې لري چې د افغان انجنیرانو له خوا ترمیم شوي او پر نورو باندې کار روان دی.

د حکیمي په وینا زیات شمېر هلیکوپترې د تېر رژیم د سقوط پر مهال تاجکستان، ازبکستان، عربي امارات او امریکا ته انتقال شوي دي او دوی کوښښ کوي چې بېرته یې افغانستان ته راوړي.

د راپورونه له مخې سرپرست حکومت د ازبکستان څخه د دغه الوتکو او هليکوپترو غوښتنه کړې ده.

اوسمهال د ازبکستان په یوه پوځي اډه کې د افغانستان هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او چورلکې ولاړې دي.

په دغه چورلکو کې بلاک هاک هلیکوپترې هم شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بهیر

زه خو وایم مه یی را ولی چی ځل دغه په ملایان او منطقو شیخان اهلی شی او الوتکو اهمیت احساس کړی بیا یی را ولی. هغه یوه الوتکه خو یی په مستیو را نسکوره کړه خدای ددوی نسکور کړی

طوطی

دا تیره ورځ چی یی یوه هلیکپوتره په کندهار را وغورځوله څو میلیونه ډالره قیمت یی درلود؟ ولی په ملی شتمنیو لوبی کیږی؟ دا نه شخصی د شیخ هیبت الله طیاره وه او نه هم د امارت شخصی مال وه او نه هم د تریننګ لپاره امارت ته چا تحفه ورکړې وه. دا د ولس شتمنی وه چی باید تحقیق یی وشی او چا چی پداسی بی رحمی هلیکپوتری سره لوبی کړی هغوی دی مجازات شی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx