شعـــــرونه

موږ چې د ایمان په زغرو خپلې سینې پټې کړې/ مشفق

راشد مشفق

موږ چې د ایمان په زغرو خپلې سینې پټې کړې
خدایه راته ټیټې دې د څۀ بلاوو څټې کړې

څومره په مستۍ مو د غضب مټې را ونغښې
پرې مو په غربي امپراطورۍ باندې چوټې کړې

هم مو د غزا په تحریمه کې برخه واخیسته
هم مو لایزال ته پينځه وخته جګې بټې کړې

ډېر مو شل کلن سړي خواره تر مرۍ ونیول
چاچې د بېوزلو په حقونو خېټې غټې کړې

سره ډولۍ یې پاتې شوله سره تابوت کې لاړلې
ځار مو د ناهيد، زهرا، ملالې غوندې چټې کړې

دې اتلولۍ کې مو کافرې نړۍ څۀ وایې؟
وګوره سړې مو په تندیو کې سکروټې کړې

پام راشد مشفقه تکبر درځنې و نۀ شي
تا هم څو شپې ویښې او پیره کې سترګې رټې کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx