نظــر

اشرف غني؛ او پر خامه امریکا د پوخ باور شړېدلی کابل!

استاد محمد زمان مزمل

کابل او له تېر نه د عبرت ړندې سترګې:
ډاکټر اشرف غني چې د کرزي صیب سئنیر وزیر وه او هغه په خپلو سترګو ولید چې حامد کرزی په خپل دویم پړاو کې له پاکستان او واشنګټن هومره په شخړه اخته شو چې نور امریکا او کرزي ته د یو بل تحمل معما شوه.

پر خامه امریکا؛ د اشرف غني پوخ باور:
په دغسې شرایطو کې اشرف غني په هغه بدنامه انتخاباتو کې د افغانستان دویم رئیس جمهور شو چې لا پرې میاشت تېره نه وه چې اشرف غني د کرزي غورځولې ډبرې یعنې له امریکا سره د امنیتي تړون ډبرې ته لاس کړ، امریکا هغه مهال همدغسې یو چاته ضرورت درلود، ولې حامد کرزي دا امریکا په خپل اول پړاو کې امتحان کړ او خپله لاره یې جلا کړه، ولې اشرف غني په یوه قمار ته ورته سیاست کې وغوښتل چې د کرزي او امریکا شخړه د کرزي د اشتباه په حساب یو طرفه پر خامه امریکا د پوخ اعتماد له لارې د یوه بدل سیاست او د بابا ملت غني قافله کړي.

له امریکا پرته او د امریکا په اعتماد اشرف غني په داخل کې له هر چا سره، له دوستم سره، د مزار له والي سره او له هر چا سره لاس او ګرېوان شو، ولې د ډاکټر غني باوري امریکا له هغه په یوه اینډه کې هم دفاع ونه کړه او د خیاطانو بابا هومره کمیډي او مسخره رئیس شو چې پای همدې امریکا د طالب او امریکا مذاکراتو او بده مرغه بیا د امریکا او طالب په تړون کې هومره نادیده ونیوه چې تا به ویل امریکا په کابل کې د یوه مړۀ رئیس جمهور لپاره په قطر کې طالب سره د بدیل تصمیم نیسي، ان په کابل کې د سولې مخکښانو دا درک کوله چې که اشرف غني د دغه تړون په دویم پړاو کې چې بین الافغاني مذاکرات دې جدي برخه وانخلي او خپل ړنګ حکومت ته یوه د وړو پوزه جوړه نه کړي کېدای شي پر کابل باندې طالبان یو ممال مارش وکړي.

تلونکې امریکا؛ او شړېدلی کابل:
که څه هم افغاني اردو او غني پولیسو په تکرار مقابله کې د طالب مخه ډب کړې وه، ولې د امریکا او طالب د تړون وروسته طالب تر ارګ زیاته د وضعیت پر اړه اګاه وه.
همدا وجه وه چې خامې امریکا د خپل شل کلنې جګړې افغاني محورونه په خپلو دریځونو او بیا په دې چې غواړي خپل پلویان له افغانستان وباسي په دې سیاست د ملت او اردو زړه وکيښ او د اشرف غني د کابل لپاره یې د پاتې کېدو او دوام هېڅ پرې نه ښودل.
او د ارګ بې ابتکاره جرګه په قطر کې په عربي سلات لا ګوزاره کوله چې ډاکټر صیب دغه د امان الله د تېښتې نه ژوندي درس اخیستونکي ارګ او کابل په یو خړ ماښام کې هغو طالبانو ته پرېښود چې هغوی فکر کاوه چې دا به د یوې اوږدې مودې په پای کې ایله د طالب د ننوتلو شي، که حامد کرزي او ملا صاحب ضعیف درې ګونو تیلیفوني اړیکو د طالب د راتګ زمینه نه وه جوړه کړې خدای خبر چې په کابل کې به د مافیا نغارې څومره کوڅې خالي کړې وې.
بیا هم د ملكِ خدا داد افغانستان بخت ژوندی وه ولې کابل بیا هم له فقره او د بحران د پاتې ناورینونو نه رغول هغه بار دی چې د طالب کابینه به پکې دا زاره چاودی ژمی په عزت تېر کړي که نه….؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx