ټولنیزه برخه

د اصلاح توصيه

ژباړه: قاري هاشمي

د جمعې ورځ وه، امام منبر ته پورته شو او د صبر په اړه يې خپلې خبرې پيل کړې، د ښاروالۍ د تنظيف يو کارمند پورته شو د خطيب خبرې يې پرې کړې او ويې ويل:
ښاغلیه! تاسې يو لوکس موټر کې راغلاست، ښکلي کالي مو په تن وو، ستاسې استعمال کړي عطرو د مسجد فضا خوشبويه کړه.

قدرمنه! که يو ورځ له ما سره ملګری شې کله چې زه سهار وختي له خپلې جارو سره له کوره راووځم او په دې يخه هوا کې د لارو او سړکونو په جارو کولو پيل وکړم، تاسې شايد هغه وخت د صبر پر معنی ښه پوه شئ.

زه دغه وظيفه هره ورځ ددې لپاره ترسره کوم چې د مياشتې په اخر کې خپل معاش واخلم او په مټ يې خپلو بچيو ته يوه مړۍ حلاله روزي لاس ته راوړم، پټه‌ دې پاتې نه وي چې زما مياشتنی معاش ستا د استعمال کړو عطرو قيمت نشي پوره کولای.

د ښاروالۍ کارمند زياته کړه:
مونږ د صبر په اړه وينا ته اړتيا نه لرو، ځکه صبر مونږ تجربه کړی.
ښاغلیه! مهرباني وکړه مونږ ته د خپلو چارواکو د‌ اصلاح، د علماوو د ريا او حسد او د واکمنانو د ظلمونو په اړه وينا وکړه، که داسې نه وي نو بيا تاسو ته زمونږ هيڅ اړتيا نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx