دیني، سیرت او تاریخ

د فرعون د ميرمنې «اسيې» دعا

سيف ﺫهبي

اذ قالت رب ابن لي عندك بیتا في الجنة ونجني من فرعون وعمله. (تحریم)
کله چې د فرعون ميرمنې (آسيې بنت مزاحم) وويل: ﺯما ربه ته ﺯما لپاره خپل ګاونډ کې ماته کور راجوړ کړه، ماته د فرعون او د هغه له عمل څخه نجات راکړه.

مفسرين ليکي:
رب تعالىٰ آيت کې د عندک(ظرف) مخکې ﺫکر کړى دى، يعنې آسيې د ګاونډيتوب يادونه مخکې وکړه او د کور ﺫکر يې وروسته وکړ.

نقطه دا ده چې د کور اخيستلو وړاندې همسايه کتل پکار دي، چې هغه څنګه دى، ښه دى او که بد، ځکه آسيې (اختارت الجار قبل الدار) يعنې د کور مخکې د ګاونډي انتخاب وکړ.

او بله خبره د آيات څخه دا ښکاري چې د هرې بلا، مصيبت او ظلم څخه د نجات ښه ﺫريعه دعا ده.

دا فايده هم د آيات څخه راوځي چې مؤمن به پر دنيوي هوساينې آخرت رب ته ترجيح ورکوي.

اللهﷻ ته يو کمزورى مومن تر غټ کافر هم غوره دى، آسيه ښځه وه کمزورې وه خو پر رب يې ايمان و، رب يې ﺫکر قرآن کې وکړ په ښو الفاظو او فرعون يو پاچا و، ﺯورور و رب يې په بدو ټکو يادونه وکړه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx