افغانستان

ایټالیا سفارت کې د ديپلوماتانو تر منځ شخړه؛ بهرنیو چارو وزارت وايي هيڅوک یې د سفیر په توګه نه دی ټاکلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایټالیا کې د افغانستان په سفارت کې د فهیم کشاف په نوم د یو افغان ديپلومات ماموریت پای ته نه دی رسېدلی او نه یې هم نوموړی د سفیر په حیث په دغه سفارت کې ټاکلی دی.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د لومړي سکرتر محمد فهیم کشاف دنده جمهوري نظام سره د تمرد له کبله پای ته رسېدلې او نوموړی د سفارت حریم ته په غیرقانوني شکل داخل شوی و.

یاد سفارت نه وو ویلي چې دوی د کوم قانون او وظیفوي صلاحیت له مخې ښاغلی کشاف له دندې ګوښه کړی و.

بل لوري ته د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې د یاد وزارت بشري سرچېنو ریاست د فهیم کشاف اسناد ارزولي دي.

هغه زیاته کړې چې فهیم کشاف د ۱۳۹۹ز کال د قوس د میاشتې په ۲۸مه نېټه د لومړي سکرتر په صفت په روم-ایټالیا کې د افغانستان په سفارت کې مقرر شوی و چې وظیفه یې د ۱۴۰۲ل کال د قوس تر ۲۸مه پورې دوام کوي.

بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت ادعاوې چې ګواکې اسلامي امارت نوموړی د سفیر په حیث ټاکلی دی، رد کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ديپلوماتیکو او قونسلي خدماتو د قانون پر اساس د کشاف ديپلوماتیک ماموریت دوره په ایټالیا کې پای ته نه ده رسېدلې او له سفارت څخه د هغه اخراج غیرقانوني او د وظیفوي صلاحیتونو خلاف عمل دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په ایټالیا کې د افغانستان سفارت دننه د سفیر او مرستیال ترمنځ نښته شوې وه.

فهیم کشاف چې ایټالیې کې د افغان سفارت مرستیال دی پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې سفیر خالد ذکریا یې د سفارت دننه سخت ډبولی دی.

د دوی ترمنځ د جمهوریت د سقوط په لومړیو ورځو کې هم نښته شوې وه چې لامل یې د قونسلګرۍ عواید ښودل شوي و.

دواړو پر یو بل ادعاوې کړې وې چې د دغو پیسو د غلا نيت يې درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx