نړۍ

دمبارک زندان دنړیوال روغتون (۷ ستوری) څانګه

international_hospital_egypt(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۴) قاهر: تیره ورځ په مصر کی هغي محکمي چیري چی دمصر دپخواني اولسمشر حسنی مبارک اوزامنو هریوه جمال اوعلا محکمه روانه وه دنوموړیو محکمه یوځل بیا درواني میاشتي تر ۱۵ نیټي پوری وځنډوله او اړونده چارواکوته یی امر وکړ چي حسنی مبارک دي ددرملني لپاره دهیواد ډیر مشهور او وتلی روغتون (نړیوال روغتو) ته یو وړل شي.

په قاهره کي په نړیواله کچه باندي شهرت یابته روغتون (نړیوال روغتو) پراسماعلیه الصحراوي سړک باندي دقاهري اوالشرقیه ولایتونو ترمنځ کومه سیمه کي پروت دي. مبارک تیره ورځ ددرو بجو په شاوخواکي له خپلي میرمني سره یوځای دغه روغتون ته ورسول شو، دروغتون پنځم پوړ چي داوو ستورو په نامه سره یادیږي او له پخوا څخه داولسمشر لپاره ځانګړي شوی وو، داخل کړل شو، مصري خبري رسنیو خبرورکړی دي چي اولس مشر له واکه څخه له لیري کولو څخه وروسته دروغتون واوو ستورو څانګي ته وړل دامعنی لري چي اولس مشر ته اوس هم یوخاص ډول مصئونیت ورکول کیږي. خبري رسنیو زیاته کړه دډاکټرانو هغه ټولنه چي په شرم الشیخ کی دحسني مبارک درملنه کوله دلته به هم ورسره وي، اود ډاکټرانو له ټولني څخه علاوه دنوموړي میرمنه قرینه سوزان په هم له نوموړی سره په روغتون کي ملګري وي. سرچیني زیاتوي چي مبارک اوس دروغتون په (ب) برخه کي چي داولس مشر په څانګه سره پیژندل کیږي داخل دي او ددرملني اړونده ټول اړین معاینات یی پیل شوی دي، په دغه نړیوال روغتون کي داولسمشر څانګه اویا اوه ستوري څانګه مخکي هم په اولسمشر پوري خاصه وه یواځي حسني مبارک به ددرملني لپاره ورته راتلي، شپږمیاشتي مخکي چي حسني مبارک له واکه څخه پرزول شوی دي تراوسه پوری دغي څانګي څوک نه وو وروړل شوی، دغه ده چي تیره ورځ یو ځل بیا دمصر پخواني اولس مشر حسنی مبارک دنړیوال روغتون و اوه ستوري څانګي ته یو وړل شو، خو داوس اومخکي ترمنځ به یواځی دومره توپیر وي چي مخکي به په خپ خوښه له دغي څانګه څخه وتی خواوس یی دوتولو واک له نورو سره دی. دمصرنړیوال روغتون دکال ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ ترمنځ دامریکایانو له لوري په هغه وخت کي دجوړیدو کار پیل شو کله چي امریکایانو په خلیج کي له عراق څخه دکویټ دازادي لپاره دصحرا دطوفان په نامه سره عملیات پیل کړو، په کال ۲۰۰۴ کي دغه روغتون جوړ اوکارته اماده شو. نړیوال روغتون دقاهري له اسماعلیه الصحراوي سړک څخه د۲۴ کیلومټره په فاصله کي پروت دي، پر ۵۴ ایکړه ځمکه باندی جوړشوی دي جي لس ایکړه باندي یی یومنار یاڅلي جوړ شوی دي چي په منځني ختیځ کي ترټولو ستر روغتیایی منار دی چي یواځي دڅلی دجوړولی مصرف یی ۲۷ ملیونه پونډه ته رسیږي اوپراساسي ودانی یی داوسیدلو له برخي څخه بغیر ۷۴ ملیویه پونډه لګیدلی اودورځني ناروغانو دکتلو پرڅانګه یی ۵۲ ملیونه پونده لګیدلي دي. څرنګه چي روغتون دامریکایانو له لوري جوړي دي نوم اونقشه یی هم دامریکایانو له لوری ورکول شوی وه روغتو دلاس دپنجي په شکل جوړ دي او د پنځو ګوتو نوم یی ورباندی یښی دی چي تراوسه یی دري ګوتي جوړی شوی دي خو دوي ګوتي یی لا پاتي دي. دروغتون له پنځو څانګو څخه یوه څانګه یی داولسمشر ددرملني لپاره خاصه کړل شوی وه چی داوو ستورو په څانګه سره مشهوره وه، چي حسني مبارک په هرشپږمیاشتي وروسته یو وار دلته رواړل کیدي ترڅو ډاکټران یی وګوړي دنوموړي دروغتیا په اړه ډاډ ورکړ، خوښاغلي به هیڅ کله هم دافکرنه وو کړي چي یووخت کي به د بند په حالت کی دلته راځي اودغه ځای به یی زندان وي. دروغتون داووستورو څانګه له ډیرو اساتنیاوو څخه برخه مننه ده، دغه څانګه یو دسوانا(دبخارخونه) د جیمنازیوم اوسپورټ ساحي، چي دنړي په سویه هررنګه سپورټي اوروغتیایی وسایل پکښی ځای پرځای شوی دي، داستقبال صالون، دخصوصي کتنو خونه، یوه بله ښکلی چپرکټ درلودونکي خونه خاص دناروغ لپاره چي په څنګ کی یی درنځورپال لپاره یوښکلی چپرکټ پروت دي، اوپه هره خونه کي دجکوزي په نامه سره غربي تشناب اوهرتشناب ته څیرمه د اولسمشر دلامبیدو لپاره ښکلي دلامبیدو حوض داولسمشر دناروغي په حالت کی هرحوض متحرکي چوکیاني لري او اولس مشر کولی شي دناروغي په حالت کي دچوکیانوپه واسطه ولامبي. روغتون کی اکثره دامریکایانو اودمصر دولسوالو ځواکونو ناروغان تداوي کیدل اودغه روغتون دسرطان ناروغي دتداوي لپاره په نړی کی ترټولو مشهوره روغتون دي، دغه وجه ده چي امریکایانو وخپلو هغو فوځیانو اواطباعوته کوم چي دسرطان په ناروغی اخته دي لارښونه کړي وه چي همدغه روغتون ته ددملني لپاره ورشي. څرنګه چي روغتون په نړیواله کچه یو وتلي روغتون دي، نوپه سیمه کی اکثره کورني اوبهرني لوړرتبه چارواکي ددرملني لپاره دغه روغتون ته ورځي، اوله دی څخه بغیر نور فلمیی ستوري اوشتمن سوداګرهم ددرملني لپاره دغه روغتون ته ورځي. دروغتون یواځي دري په سلو کي برخه کي ناروغان ساتل کیږي اوپاتي نوره برخه یی امریکایانو دکومي بیړني بیښي په صورت کي دخپلو ځواکونو لپاره خالي پریښی ده، به روغتون کی دننه په یوه وخت کي له دوو څخه تردرو پوري هلیکوبټري هم ناسته کولی شي.

بخت الرحمن بخت ………………….. نن ټکی اسیا

لاندي دروغتون داووستوري دڅانګي څو عکسونه کتلای شي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x