نړۍ

بريتانوي جنګي الوتکو د قطر مسافر وړونکې طياره لندن کې کښته کړه

نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳:) د قطر پلازمېنې دوحې څخه لندن ته تلونکې د قطر هوايي کرښې يوې مسافر وړونکې الوتکه کې هغه مهال بېړنی حال اعلان شو، چې د A330 ډوله الوتکې پيلوټ امنيتي ارګانونو ته الوتکه کې د يوې شکمنې آلې د موجوديت خبر ورکړ.

د پيلوټ له وينا سمدستي وروسته د لندن مانچسټر نړيوال هوايي ډګر کې بيړنی حالت اعلان شو او جنګي الوتکې د نوموړې مسافر وړونکې طيارې د مرستې لپاره پورته شوې او د دوحې څخه راغلې مسافر وړونکې الوتکه يې روغه رمټه د مانچسټر پر هوايي ډګر کښته کړه.

د مانچسټر نړيوال هوايي ډګر چارواکو رسنيو ته و ويل، چې هوايي ډګر کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټول مسافر روغ رمټ له الوتکې راکوز شول او طياره کې د شکمنې وېروونکې آلې پلټنه پيل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x