افغانستان

ملګرو ملتونو افغانستان ته د یونیم میلیارد ډالرو مرستو چمتو کولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اړو خلکو ته د مرستې لپاره یې یونیم ملیار ډالره مرستې راغونډې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک رسنیو ته ویلي، ددې ټولنې شریکانو افغانانو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه اووه ملیون ټنه خوراکي توکي چمتو کړي دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ توانېدلي چې په دوو غوښتنلیکونو کې له خپلو نړیوالو شریکانو څخه یو نیم ملیارد ډالر نقدې مرستې راټولې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له دغه اعلان څخه هرکلی کړی او له بې وزلو افغانانو سره یې ددغو مرستو کول اړین بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له نړیوالې ټولنې څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې باید دغه مرستې په شفاف ډول تر اړو او بې وزلو خلکو ورسول شي. نوموړي په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې سره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې سږکال ژمی به د افغانانو لپاره ډیر ستونزمن وي او ښايي ملیونونه افغانان خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx