دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمان ځانګړنې

محمد نبي سلطاني

١ – (د جماعت) په لمانځه کي حاضر وي.
۲ –  د زکات په ورکړه کي بيړه کوي.
۳-   بېوزلو ته خواړه ورکوي.
۴- له یتیمانو سره ښه کوي.
۵ – جامې يې د تقوا او پاکې وي.
۶ – د خپل بدن (عورت) ساتنه کوي.
۷ –  په خبرو کي درواغ نه وايي.
۸ –  پر خپله ژمنه وفا کوي.
۹ –  که څوک اعتماد پرې وکړي؛ خيانت نه ورسره کوي.
۱۰ – تل رښتيا وايي.
۱۱ – د شپې د خپل رب عبادت کوي.
۱۲ – د ورځې د اهل او خلکو خدمت کوي.
۱۳ –  ثوابي روژې نيسي.
۱۴ –  ګاونډیانو ته ازار نه رسوي.
۱۵ –  له ملګرو سره ملګرتیا پالي.
۱۶ –  پر لار په وقار او تواضع روان وي.
۱۷ –  د بېوزلو لاسنيوی کوي.
۱۸ – په خیرات او صدقه کې تر ټولو مخکې وي.
۱۹ –  د مؤمنانو په جنازو کې ګډون کوي.
۲۰ – پر خدای ورکړي نعمتونو شکر کاږي.
۲۱ – پر غم او مصيبت صبر کوي.
۲۲ – پر چا تهمت او بهتان نه وايي.
۲۳ – له خلکو سره په راسه درسه کې رښتينی وي.
۲۴ – پر کشرانو رحم او د مشرانو درناوی کوي.
۲۵  – مسلمانان يې له لاس او ژبې خوندي وي.
۲۶ – خپلو وروڼو (مسلمانانو) ته د کتنې پر مهال سلام کوي.
۲۷ـ  د پرنجي پر مهال ورته روغتيا غواړي.
۲۸ –  د ناروغ پوښتنې ته ورځي.
۲۹ – د خپل مسلمان ورور د مېلمستیا بلنه مني.
۳۰ –  د خپل مسلمان ورور په غم ښادۍ کې ګډون کوي.
۳۱ – څه چې ځان ته خوښوي نورو ته يې هم خوښوي.
۳۲ – څه چې د ځان لپاره بد ګڼي، هغه د نورو لپاره هم بد ګڼي.
۳۳ – د ټولو مسلمانانو خیر غواړي، چا ته اجازه نه ورکوي چې د بل غيبت وکړي.
۳۴ – د خپل مسلمان ورور په غم خپه کيږي.
۳۵ – د خپل مسلمان ورور عيبونه او نيمګړتیاوې پټوي.
۳۶ – د خپل مسلمان ورور له تېروتنو تېرېږي.
۳۷ – پر انسانانو، حيوانانو او مرغانو زړه سواند وي.
۳۸ – د دوستۍ حق او حقوق پوره اداء کوي.
۳۹ – د خپل منځي محبت د ټينګولو په پار خپل مسلمان ورور ته ډالۍ ورکوي.
۴۰ د خپل مسلمان ورور له نېکيو مننه کوي.
۴۱ –  له ځوانۍ څخه په الهي چارو کې ګټه اخلي.
۴۲ – وخت نه ضایع کوي.
۴۳- د مال په لاسته راوړلو کې محتاط وي.
۴۴ – بې لارو ته سمه لار ور ښيي.
۴۵ – د مسلمان د سلام جواب په ورین تندي او مسکا ورکوي.
۴۶ – پر مځکه کبر او لويي نه کوي.
۴۷ – د ظالم مخنیوی او د مظلوم لاسنیوی کوي.
۴۸ –  قسمونه نه اخلي.
۴۹ – له خپلو خپلوانو سره اړیکي نه پرې کوي.
۵۰ –  خپل مسلمان ورور ته د ښو او غوره کارونو نصیحت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx