شعـــــرونه

تر پرونه پرې الزام و د جاسوس/ ضعيف

حسان ضعيف

تر پرونه پرې الزام و د جاسوس
نن یې وینمه په سپین لباس ملبوس

مشره دا سړي مجرم دی زما د وینو
مشره پام چېرته ښکار نسې د چاپلوس

د همدې سړي نومونه دومره ډېر دي
مکارۍ ته یې عاجز دی هر قاموس

نه پروا کوي د دين او نه د خاورې
او نه بند دی په عزت نه په ناموس

هسې نه سولو سرټيټ د خدای په وړاندې
هسې نه حساب په جن کې سو د بوس

مشره ګام په ګام ده لومه د بدرنګو
ستا ښکلا له تانه اخلي دا مجوس

زما یقین دی چې ستا هر څه په حکمت دي
ناخبر نه یم، نه یم درنه مایوس

د حسان ضعيف پر سترګو بدلګیږي
هر کارغه چې وي په رنګ کې د طاووس

حسان ضعیف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx