ورزش

«اصول اصول دي»، استرليا د ټينس مشهور لوبغاړي ويزه لغوه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د استرلیا حکومت د ټینس لوبې مشهور ستوري نووک جوکوویچ ویزه په داسې حال کې لغوه کړې چې دغه هېواد ته د راتلونکو سیالیو لپاره داخل شوی دی.

د استرليا سرحدي ادارې ويلي چې د نړۍ لومړی مقام لرونکی ټینس لوبغاړی هېواد ته د ننوتلو شرایطو پوره کولو لپاره “مناسب شواهد” نه دي چمتو کړي او ویزه یې لغوه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نووک جوکوويچ په استرليا کې د ټينس ټورنمنټ لپاره د چهارشنبې په ورځ ميلبورن ښار کې ښکته شو، نوموړي وويل چې د کوويد-۱۹ پر وړاندې يې طبي معافيت ترلاسه کړی دی.

خو د پنجشنبې په ورځ د استرليا سرحدي ځواک (ABF) په يوه اعلاميه کې ويلي چې ښاغلي نووک استرليا ته په شرایطو برابر د ننوتلو بشپړ شواهد نه دي پوره کړي، چې په همدې اساس يې ويزه لغوه شوه.

د استرليا لومړي وزير په يوه ټويټ کې منلې چې د نوواک جوکويچ‌‌ ويزه لغوه شوې ده.

هغه ويلي، «اصول اصول دي، په ځانګړې توګه کله چې زموږ د سرحدونو خبره راځي، هیڅوک د دې مقرراتو څخه پورته نه دي، زموږ قوي پولې تګلارې د استرليا لپاره مهمې دي چې په نړۍ کې د کوويد-۱۹ څخه د مړینې ترټولو ټیټه کچه لري، ځکه چې موږ محتاط اوسو».

دا په داسې حال کې چې د ټينس مشهور ستوري له دوبی څخه ميلبورن ښار ته له ۱۴ ساعته سفر وروسته په سمدستي توګه په ياد ښار کې د امنيتي کسانو په شتون کې د کډوالۍ جلا خونه کې هغه مهال قرنطين شو چې استرلياوي چارواکو وويل د هغه ويزه د روغتیايي معافيت اجازه نه لري.

استرليا هېواد ته د ننوتلو لپاره سخت قوانين وضع کړي، چې له مخې يې یو شرط بشپړ واکسین تطبیقول دي. او هغه کسان چې د روغتيايي وضعيت له کبله واکسين نشي تطبيقولی بشپړ طبي شواهد او اسناد یې غوښتل کیږي.

د ټينس ستوري د کرونا ضد واکسين نه دي ترلاسه کړي او د استرليا قوانينو سره سم د روغتيايي وضعيت کره شواهدو نه درلودلو پرمهال يې ويزه لغوه شوې او د اصولو سره سم قرنطين شوی دی.

د استرليا لومړي وزير د چهارشنبې په ورځ د يوې غونډې په جريان کې وويل، د نووک جوکوويچ لپاره بايد هيڅ ځانګړي اصول شتون ونه لري، هيڅ نه».

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ياد لوبغاړي غوښتنه کړې ترڅو په استرليا کې پاتې شي.

د یاد لوبغاړي مسئلې د دوه هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي، د پنجشنبې په ورځ د سربیاوي او استرلیاوي چارواکي په فدرالي محکمه کې موافقې ته ورسېدل چې سربیاوي لوبغاړی به د اوسمهال لپاره له استرلیا څخه نه ویستل کیږي او تر راتلونکي پریکړې به د کډوالۍ په توقیف خانه کې موجود وي.

په استرلیا کې د ټینس نړیوالې لوبې له دوه اونیو څخه په کمه موده کې پېل کیږي، خو د نړۍ مشهور ستوری چې ۲۰ ځله یې ددغه ټورنمنټ اتلولي خپله کړې او په نړۍ کې لومړی مقام لري له یادو لوبو څخه د بهر کېدلو په درشل کې دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx