ټکنالوژي

ايلن ماسک په يوه ورځ له ۳۳ مليارد زيات ډالر ګټلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د بلومبرګ د ملياردرانو شاخص له مخې د سپيسکس او ټيسلا بريښنايي موټرو شرکت مشر ايلن ماسک په موټرو وړاندې کولو خپل پخوانی ريکارډ مات کړ او په يوه ورځ يې ۳۳.۸ مليارده ډالر ګټلي دي.

ټيسلا شرکت د تېر کال په پرتله زيات بريښنايي موټر وړاندې کړي چې په مرسته يې د نړۍ شتمن کس شتمني ۳۰۴.۲ مليارده ډالرو ته پورته شوې ده.

هغه په ۳۰۴.۲ ملیارده ډالرو شتمنۍ درلودلو سره اوسمهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کيږي.

ټيسلا په ۲۰۲۱م کال کې ټول ۹۳۶ زره ۱۷۲ درې ډوله بريښنايي موټر وړاندې کړي، چې د تېر ۲۰۲۰م کال ۴۹۹ زره ۵۵۰ موټرو په پرتله ۸۷ سلنه زيات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx