ټولنیزه برخه

د جنسينو(نر او ښځې)ترمنځ نامشروع اړيکې

حسان مجاهد

زمونږ د شريعت دا مهم اصل دی چې(اسباب الحرام حرام) يعنې ټول هغه کارونه چې په واسطه يې د حرامو دروازه خلاصيږي حرام دي.

مثلاً الله تعالی مؤمنان کفارو ته له ښکنځل کولو ځکه  منع کړل چې په غبرګون کې يې کفار د ناپوهۍ او عداوت له امله الله تعالی ته ښکنځل کوي، که دا وجه نشي نو کفارو ته ښکنځل څه چې قتال ورسره فرض ده.

همدا رنګه نامحرمو ته کتل، له هغوی سره خلوت، نامشروع اړيکې، يوازې سفر، اختلاط او خبرې(په غږ او ليکلو) هم ځکه حرام دي چې دا شيان د فحاشۍ دروازې دي او په فتنه کې د وقوع خطره ترې پيښيږي.

الله تعالی حکيم ذات دی او مونږ ډیر عاجز يو نو ځکه الله تعالی مونږ د ګناه او فحاشۍ له مقدمو منع کړو او د«لا تزنوا، زنامکوئ» په ځای يې «لاتقربوالزنا، زنا ته مه نږدې کیږئ» وويل ترڅو له ګناه څخه ځان ساتنه آسانه شي.

په نن عصر کې اکثره ځوانان او پيغلې د انټرنټ په واسطه يا له بلې لارې نامشروع اړيکې ساتي، چې انجام يې په لويې بلا، عشق مجازي کې ابتلاء شي، د ژوند له هدفه پاته شي، په قسم قسم ناروغيو اخته شي، ژوند يې له غمونو او فکرونو ډک شي او کله په لويه فتنه کې واقع شي. د پورته تحقيق له مخې دا رنګه اړيکې ساتل حرام او د فتنې دروازه بلل کيږي.

ابن عباس، ضحاک، حسن بصري، مجاهد او عطاء رضی الله عنهم د (وَلا مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ ) النساء 25 په تفسير کې وايي«له هغو ښځو سره نکاح وکړئ چې د پټ يار او انډيوال نيونکې نه وي»

په نامشروع اړيکو اخته کسان بايد له داسې کړنو پرهيز وکړي او الله تعالی ته رجوع او تسليمي غوره کړي ځکه دا کار په دنيا او عقبی کې ناوړه پايلې لري.

په کار ده چې د داسې ناروا اړيکو نيولو څو اسباب او عوامل معلوم شي ترڅو ځان ترې وساتل شي چي بعض په لاندې ډول دي:

_ بد نظري(نامحرمو ته کتل):
نامحرمو ته له کتلو لويې فتنې پيداکيږي، ځکه سترګې د زړه لاره ده چې کله نظر په چا ولګيږي نو په زړه کې شهوت، مخالف جنس ته ميلان او غلط اوهام پيداکيږي نو لومړی باید د نظر خيال پوره ساتل وشي.

_بي پردګي:
بې پردګي هم د ډېرو فتنو لامل ده، پکار ده چې کله ښځه له کوره وځي نو باید په پوره حجاب مستوره وي، داسې نازک، چسپ، نرم او جالب لباس په تن نکړي چې د مسلمانانو لپاره فتنه وګرځي.

اختلاط:
نبي علیه السلام چې به کله لمونځ اداء کړ، نو لومړی به ښځې له مسجد څخه ووتلې او صحابه کرام به تر هغه په مسجد کې ناست وو چې آخري ښځه به  کور ته ورسیده، تر څو د ښځو او سړیو ترمينځ اختلاط واقع نشي، سره له دې چې هغه زمانه له فتنو ډيره محفوظه وه، نو په اوس دور فتن کې بايد په تعليمي ماحول، نظام، کسب او د ژوند په نورو چارو کې له اختلاط(د سړیو او ښځو ګډ ژوند) څخه پوره ځان وساتل شي او د کور مسؤل بايد هغه چاته اجازه ورنکړي چې دده له اهل سره يې ليده کاته حرام وي.

_د نامحرمو آواز:
د ښځو آواز هم ستر ده، په قران کريم کې ښځو ته حکم شوی ده چې کله څوک دروازه وټکوي نو ښځه دې په نرمو الفاظو سره جواب نه ورکوي ځکه بیا د هغو خلګو په زړو کې طمع پيدا کيږي چې په زړو کې مرض لري، کتابت(ليکل)هم د خبرو حکم لري، نو بايد هيڅ وخت د پردي سړي او پردۍ ښځې سره خبرې ونشي او آواز يې واوريدل نشي، په خاصه توګه چې موسيقي او ساز لرونکی وي.

_د عشقي کتابونو او کيسو لوستل:
د عشقي کتابونو، ناولونو، شعرونو جذابو او جنسي غرائزو پارونکو کيسو لوستل د ځوان نسل په اذهانو منفي اغېز کوي او د ګناه طرف ته يې په آسانۍ سره جلبوي، نو بايد د داسې شيانو په ځای د صحابه کرامو، اتلانو او د امت د هغو عارفينو، بزرګانو او اسلافو ژوندونه مطالعه شي چې د الله تعالی په عشق او مينه کې غرق وو او د ژوند د هر نوع راحت او لذت په بدل کې يې ځانونه عبادت ته وقف کړي وو.

_د انټرنيټ غلط استعمال:
غربي نړۍ د هر مسلمان کور ته هغه اسباب په آسانۍ سره ورسول چې په واسطه يې ځوان نسل ته د ډيرو ګناهونو لاره هواريږي، نو د هر کور مسؤل باید زامنو او لورانو ته ټليفون، ټيلويزون، وي سي آر او د انټرنټ نور وسائل نکړي مساعد، ځکه د کشرانو اذهان خالي او له معلوماتو بې برخې وي او د انټرنيټ واګي چې د کومو خلګو په لاس کې دي هغوی داسې شهوت پارونکي، نيم لوڅي، فاحش او ګمراه کوونکي تصويرونه، فلمونه او خپرونې نشروي چې هدف يې د ځوان نسل عرياني او فحاشي ته دعوت وي.

نو له ټولو هغو اسبابو څخه چې ګناه او فتنې ته لاره هواروي باید د ځان او نورو ماتحتو حمايه وشي او ددې کار لپاره بايد جدي اقدام وشي، تر څو يوه داسې عفيفه او حياناکه ټولنه ولرو چې اسلام يې له مونږ غوښتنه کوي.

اللهم جنبناالفواحش ماظهر منها ومابطن
آ مین يارب العلمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x