نظــر

راځئ! په مشترکاتو سره راټول شو

عبدالوحيد وحيد

د ځان غوښتنې او د واک غوښتنې حرص څو لسيزې وخت را باندې واړاوه، د نورو د سلبولو او ځان د هر امتياز لپاره د اهل ګڼلو په شومې پديدې مو خپلواکي او ملي وقار بايلودل. ډير مو په يو او بل نوم باندې سره ووژل، د خپلو ميندو غيږې مو تشې کړې، د خپلو خويندو د اوربل ګلان مو ورژول. ډېر مو له هيواد څخه وشړل، ډېر مو ځانونو ته سپېڅلي عنوانونه ورکړل او مخالف لوري مو په چټلو نومونو ياد کړل، خپل هېوادوال مو پرديو خيراتونو ته کينول، خو هيڅ مو ترې جوړ نکړل. د حيرت خبره ده چې په تيرو څه له پاسه څلورو لسیزو کې مو هيڅ ډول نظام جوړ نکړاى شو.

د دغې پاکې خاورې  ښکلا مو د باروتو په لمبو پيکه کړه. د دغه ستر ملت غرور مو مات کړ، ددغه ستر ولس وياړونه مو د دښمنانو په پښو کې ليلام کړ او د دغه هېواد بچيان مو د پرديو په دروازو کې د سوالګرو په شان ودرول. خپل وروڼه مو د خپلې مورکۍ له ګرمې غيږې څخه د پرديو خاورې ته د پناه لپاره اړ ايستل.

له خپلې خاورې سره مو د ژمنتیا کچه دومره ټکنۍ ده چې که احياناً بل څوک يې غيږې ته سوکالي راوړي، ښکلا ورکړي او يا هم موږ خپلې خاورې ته په راتلو د امتیازاتو مالکان ګرځو، نو بيا ورته له خورا ګرمو شعارونو او ترانو سره راځو.
که په پردۍ خاوره مو ساه وځي، نو د تابوت راوړلو لپاره هم د وصيت کولو لپاره تيارى نيسو.

موږ که هرڅومره ووايو چې د ختيځو او لويديځو يرغلګرو د ککريو ماتونکي يو، خو دا هم واقعيت دى چې موږ له نړۍ سره د سيالۍ په منډه کې ناکام شوي يو، موږ د پرمختګونو په سفر کې ډیر وروسته پاتې شوي يو. موږ د ساينس او تخنيک په برخه کې لاس ته راوړنې نلرو، موږ له پوهې او رڼاګانو څخه نفرت کوو.

زموږ پوهنتونو ته قلفونه پراته دي. موږ لاهم پريکړه نه ده کړې چې د نجونو لپاره ښوونځي ته تلل روا او که ناروا دى، زموږ په آند ماتو شويو هيوادونو ته عذر کوو چې موږ وپيژني. موږ دښمن ته د خيرات لپاره کچکول نيولى دى، نو موږ به څنګه له نړيوالو سره د پرمختګونو په منډه کې برخه واخلو؟

مشترکات:
پياوړى ځواک هغه مهال جوړيږي کله چې واړه واړه تيت او پاشلي قوتونه په يوه ملي اجنډا سره راټول شي. دا هغه شهامت دى چې موږ يې متأسفانه نلرو. موږ ټول افغانان يو مطلق اکثریت مسلمانان د جغرافيې د دغې ټوټې چې افغانستان نوميږي وګړي يو او په دغه خاوره د يو بل ترڅنګ ژوند کوو. که دغه هېواد جوړول او د دغه ستر ملت د وياړونو شمله هسکه غواړو نو اړتیا نشته چې د پښتون تاجک هزاره ازبک، ځوان، زوړ، نر او ښځې په نوم ځانونه سره وويشو. که مو وکړاى شو افغان ته وياړ واخلو، نو ټول ګټونکي يو خو که مو د قوم، سمت، ژبې او جنس په نوم امتیاز وغوښت، نو ستونزه جوړه شوه، د غلطيو تسلسل ته مو لاره پرانسته، غبرګونونه مو را وپارول او تعصب ته مو هوا ورکړه.

راځئ هغه  سوژې کارول پريږدو چې د افغان ملت ترمنځ د بيلتون، پاشلتيا او مقابل اړخ د غبرګون لامل ګرځي. د هاغه ګوند او دغه ګوند پر ځاى د عامو افغانانو د حقونو لپاره مبارزې ته ملا وتړو، د ښځو او سړيو، ځوانانو او زړو د حقونو لپاره د نومونو له يادولو پرته د زده کړو، کار، عزت او وقار غوښتنې هوډ وکړو. د طالب، مجاهد، قوم، ژبې، ولایت او سمت ته د امتیازاتو غوښتلو پر ځاى افغان ته په درنه سترګه وګورو د حقونو لپاره يې په مبارزه لاس پورې کړو. که مو دغه تګلاره خپله کړاى شوه، نو ټول به ګټونکي او سپيڅلي يو، خو که سره وویشل شو، نو متاسفانه لکه د اوس په شان ټول به بايلونکي يو.

موږ نور  هغو چټياتو ته وخت نه لرو چې يو بل و رټو، له يو بل څخه د انتقام اخيستلو خبره وکړو، يو اړخ ځان اصيل او بل لوری غلام وګڼو، ځانونه راته د خپلواکۍ اتلان او پريښتې ښکاري او مخالفین د فاسدانو، پرديو غلامانو او مزدورانو خطاب وکړو. يوه ډله ځانونو ته سپيڅلي القاب وکاروو او نور راته ټول جنايتکاران ښکاره شي، واک خپل ميراثي حق او دغه دروند هيواد د ځان شخصي ملکيت وګڼو.

د شرم خبره ده چې پرون مو يوې ډلې د واک  لپاره د جګړو او فساد له امله د ملي غرور سرونه ښکته کړي وو او نن بله ډله له ملت او نړيوالو سره په خپلو ژمنو باندې د عمل نه کولو له امله په څلور لاره کې حيران ولاړ دي. نه مخته د لارې ايستلو وړتیا لري او نه هم شاته د تلو امکانات شته.

د ماضي څيړل زموږ ترمنځ په مناقشه نه ارزي. ماضي مو دومره کنډوونه او موړونه لري چې په بشپړه توګه ارزول يې کلونه وخت غواړي، خو موږ په داسې وضعیت کې قرار نلرو چې ماضي تر بحث لاندې ونیسو. موږ مجبور يو مخته وګورو. د راتلونکي غم وکړو او د مصيبتونو له ګرداب څخه د هيواد د نجات لپاره ملا وتړو.

هيواد مو وران شو، مرستو راټولولو ته مجبور شو، د يتيمانو کونډو معيوبينو او معلولينو لښکرې مو د اوږو بار شوې، پولې مو ونړيدې، اردو مو دړې وړې شوه، بنسټونه مو نسکور شول، اقتصاد مو له منځه لاړ او زموږ د جګړو ګټه چا ته ورسيده؟

موږ که په تيرو پسې وګرځوي، نو اصلي موخې ترلاسه کول راڅخه پاتې کېږي. موږ د مشترکاتو لټون او د همدغه اصل پربنسټ مخکې تلو ته اړتیا لرو. موږ ملي يووالي ته اړ يو موږ د يو بل منلو زغملو درنښت او عزت کولو ته ضرورت لرو. موږ که دومره ومنو چې موږ ټول سپيڅلي نه يو او مخالف اړخ ټول چټل نه دى، هر يوه په ماضي کې غلطيانې کړي دي او د راتلونکي لپاره يې د توجیه کولو پر ځاى د نه تکرارولو ژمنه وکړو، بس خبره جوړه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیرې ګټورې او په زړه پورې خبرې دي حالاتو ته په کتو هسې نشي چې بیا دسمون غوښتنه کوو خو موقع به موله لاس وتلې وي .

وحيد

سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب احمد صاحب
په بيلتون جوړولو مو هرڅه بايلودل

وحيد

مننه احمد صاحب محترمه
زما اصلي موخه هم همدغه ستونځه ده چې که اوس د سمون او بدلون هڅه ونکړي کيداى شي، کيداى شي راباندې ناوخته شي

احمد

امارت په تېره دوره کې چې ځینې کړنې کولې او اوس د هغو له منځه ډیرو کارونو کې اصلاحات رامنځ ته شوې . وجه یې څه ده ؟ امارت خو همغه امارت دی .پالیسي ولې تغیر شوه .مالومه خبره ده چې تېرو کړونو کې په اشتباهاتو قایل شوي .چې ګویا غلطی موجوده وه . نو اوس هم د تېر په څېر غلطی شته .چې اصلاح یې اړینه ده . او دهغو کمزوریو یادونه تل په رسنیو کې وروڼو لکه وحید صاحب …… او نورو کړې. بلکه په پوره ډاډ سره وایم چې مستقیم مسؤلینو ته غلطی ور په ګوته شوې… نور لوستل »

وحيد

مننه احمد صاحب محترمه
يقيناً همداسې ده. زه کله کله دوستانو ته وايم چې خاتم النبيين خو وفات شوى او وحى بنده ده نو که اوس تلویزیون روا شو د ښځو چادري او ږيرې اختياري شوې نو اوسني تګلاره مو سهوې لرى. د هغو د سمون او بدلون لپاره تعمیري نقد ته غوږ ونیسئ

طاهر ثابت

دطالبانو سستی، او کله ناکله غیرمعقول کارونه وینو. دهغوی جدیت هم سته او دهغوی مجبوریتونه هم. دتیر نظام دخلکو عقدی هم سته او دهغوی په منځ کی پاک کسان هم. اوس دامتحان وخت دی او دزده کړی. حکومت کول اسان ندی هغه ده دوهم مفکر(؟؟؟) پکی وشرمیده. طالبان او ددوی حکومت یوواقعیت دی خو دا واقعیت باید دمعبود ځای ونلری او نه دسپکاوی هدف سی. او له هغه سره دنه همکاری هوډ باید نه وی. که یو کس دهغه ضعف وینی نو هغه باید انتقاد کړی او دمشکل حل پیشنهاد کړی. بلی باید ځغم ولرو خو دڅغم په چوکات کی.… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx