افغانستان

قزاقستان کې لاریونونه؛ حکومت اضطراري حالت اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷  مرغومی، ۱۴۰۰ل): قزاقستان کې حکومت د لاریون کوونکو د کنترول په موخه اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د منځنۍ اسیا دغه هېواد کې د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د تیلو او ګازو د نرخونو لوړیدو خلاف لاریونونه روان دي.

په دغه لاریونونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان دي.

په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې د قزاقستان امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د راپورونو له مخې قزاقستان کې لاریونونه وروسته له هغه پيل شول چې دغه هیواد د مایع پطرولیم ګاز یا LPG  نرخونه لوړ کړل.

دغه لاریونونه چې د قزاقستان له یوه ښاره پیل شوي وو اوس  د دغه هیواد ټولو ښارونو ته غځېدلي دي.

لاریونونه وورسته له هغه له تاوتریخوالي ډک شول چې پولیسو د لاریونوالو د خپرولو په نیت د اوبو او ګاز استفاده کړ او لاریون کوونکو د دغه هیواد دولتي ودانیو ته اور واچولو.

د قزاقستان ولسمشر د د حالاتو د کنترول په موخه نه یواځې دا چې اضطراري حالت یې په دغه هیواد کې اعلان کړ، بلکې له روسيې یې غوښتنه وکړه  چې د لاریونونو د کنترول په موخه په دغه هیواد کې نظامي مداخله وکړي.

افغان حکومت هم په قزاقستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت او لاريون‌کوونکو څخه یې هیله کړې  چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي څو دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx