افغانستان

افغان حکومت: د یوه نېږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه د قزاقستان په نا ارامیو اندېښمن یو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې د روان وضعیت او لاریونونو په اړه غبرګون ښکاره کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې افغان حکومت په قزاقستان کې روان وضعیت له نېږدې څاري او د یوه نېږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.

افغان حکومت په دغه اعلامیه کې د قزاقستان له حکومت او لاريون‌کوونکو څخه هیله کړې چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي څو دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي.

افغان حکومت ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

د یادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې په قزاقستان کې د مایع پطرولو یا LPG د نرخونو د لوړیدو له کبله  له تشدده ډکه لاریونونه روان دي.

د چارو شنونکي وايي چې افغانستان اوسمهال د منځنۍ اسیا سره پر سوداګرۍ، ترانزیت او انرژۍ متکي دی او په دغه هیوادونو کې هر ډول ګډوډۍ تاثیر پر افغانستان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx