نظــر

“ډاکټره غواړو خو تعليم يې نه غواړو”

ډاکټر فاروق اعظم

دلته مې د پښتونخوا د پخواني ګورنر جنرال فضل حق خبره راياده سوه.
زه مهاجر وم، هغه ګورنر و، اوازه سوه چې د وزيرستان يو شمېر قومي مشران او علماء کرام ګورنر فضل حق ته ورغلي وه او شکايت يې کاوه چې روغتون کې يې د ښځو ډاکټرانو شديد کمی دی.

ګورنر د راغلو ښاغلو هر يو څخه په ډير ادب پوښتنه وکړه چې څو بچي لرئ او هر يوه څومره سبق ويلی دی.

هغوی ورته وويل هلکانو ټولو سکولونه پاس کړيدي، خو نجونو سبق نه دی ويلی.

ګورنر ورته ويل ولې؟
هغوی ورته ويل موږ پښتانه يو، زموږ غيرت يې نه مني چې نجونې مو سکول ته رواني وي.

ګورنر ورته وويل: چي که تاسې په لوڼو سبق نه واياست، نو ښځې ډاکټرانې به له کومه شي؟
زما لور غواړی درشي؟

يو دم په قهر شو او په تنده لهجه يی ورته وويل: چې ولې زه پښتون نه درته ښکارم. زما د بيغيرته لور به سبق وايي او ستا غيرتمن پښتون د مايني خدمت به کوي؟

ځئ! چي بيا را نه سئ. ښه دی چې پنجابيان ستاسي غيرتمنو پښتنو د ماينوګانو په بدن ګوتې وهي.

ګورنر له مجلسه خفه ووت، خو ماهر سړی و. خپلو کسانو ته يې پټ وويل چې مشران په يو بهانه مه پريږدئ چې ولاړ سي.
غرمه ښه ډوډۍ ورکړئ. ګورنر ماسپښين بيا ورسره وکتل. ډيرې خبرې يې ورته وکړې. بالآخره هم يې د روغتون کار ور وکړ او هم يې د مشرانو څخه تعهد واخيست چې پخپلو لوڼو به تعليم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ښځو ډیری ناروغی دی چی باید د ښځینه ډاکټرانو لخوا تداوی شی. د ښځو د ماشوم مساله ده. ماشوم هر وخت په طبیعی شکل سره نه تولد کیږی چی ډیری مواردو کی عملیات ته ضرورت شی. همداسی د رحم تومورونه دی چی باید عملیات شی، خپله د ښځو په فرج کی ډیری ناروغی دی چی باید د ښځینه ډاکټرانو لخوا معاینه او تداوی شی. د ښځو سینې (تیونه) باید هر کال د سرطانی غودی په خاطر معاینه شی د ښځو لخوا. خو متاسفانه چی همدا اوس یوه معمولی د Altrasound or Snography چی مونږه ورته تلویزیونی معاینه وایو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx