نظــر

هغوي چې د امر باالمعروف وزارت لغوه کېدل غواړي…!

س. سعيد

د اسلامي نظام له خصوصيتونو؛ يو مهم خصوصيت دا دی چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر به تر سره کوي. همدا راز د سالم عقل او فطرت تقاضا هم دا ده چې بايد په هره ټولنه کې داسې يو څوک وي، چې خلک له بديو منع او نيکيو ته يې وهڅوي.

ټولنه د يوې کښتۍ مثال لري، که په يوه کښتۍ کې يو ناپوه لګيا وي او سورۍ کوي يې، نو که نورو خلکو منع نه کړ، هغوی خپله هم ورسره غرقيږي او که چېرې يې منع کړ، نو ټوله کښتۍ به له غرقېدو ژغورل شوې وي.
په هر صورت؛ د امر بالمعروف له اهميت او ضرورت څخه خو هيڅوک هم انکار نه شي کولای، خبره دا ده چې اوس مهال زموږ په هېواد کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په کومه طريقه پر مخ ولاړ شي؟!

نو طبعاً خلک ډول ډول نظريات لري، ځينې خو يې هغه دي چې غربي تبليغاتو متاثره کړي او له همدې امله امر بالمعروف او نهي عن المنکر هسې يوه بې ځایه مشغله او د خلکو په «شخصي ژوند!» کې نامشروع مداخله ګڼي! نو دوی خو د اسلام له لارښوونو کاږه شوي او د شيطان يې منلې ده.

مګر هغه مخلص مسلمانان چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اهميت پوهيږي، هغوی بيا امربالمعروف غواړي، البته د عملي کولو طرحې يې جدا جدا دي.
ځينې يې په دې نظر دي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر بايد د حالاتو له پام کې نيولو پرته؛ د کوتک په زور تطبيق او عملي شي. او که داسې نه کيږي، نو بيا دې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لغو شي، ځکه چې په وينا يې «ثروت او قوت» نه لري!

نو دا يو لنډ، خام او احساساتي فکر دی. د افغانستان اوسني حالت ته په کتو معقوله دا ده، چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په داسې طرز او طريقه خپله دنده پر مخ يوسي، چې پر اساس يې ټولنه کې اصلاح رامنځ ته شي، خو بغاوت جوړ نه شي او همدا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر شرعي چوکاټ هم دی.

مثلاً: که د ږيره خريونکو خلاف له زور او کوتک څخه کار واخيستل شي، نو فکر وکړئ؛ له څو ميليونه هېوادوالو سره به لاس او ګرېوان يو، ايا دا ټول زنداني کولای شو؟ که دا ټول ووهو، وټکوو او مجبور يې کړو چې ږيرې پرېږدي، ايا دا ممکنه ده؟

که د ښځو د حجاب په اړه د زور او جبر لاره اختيار شي، نو څه فکر کوئ چې د دغو سلګونو زرو ښځو ايسارول، د نامحرمه ګرځېدو مخنيوی او د دوی ټولو په حجاب او چادري مجبورول به موږ ته په کومه بيه تمام شي؟

همداراز که د جماعت او لمونځ اداء کولو په لړ کې له زور او سختۍ کار واخيستل شي، نو ايا بيا هم په ټولو خلکو لمونځ کول ممکن دي؟ ايا دا ممکنه ده چې د بازار په ګڼه ګوڼه کې هر کس تعقيب او لمونځ پرې اداء کړل شي؟

نو اوسنيو حالاتو ته په کتو امر بالمعروف او نهي عن المنکر بايد په داسې توګه تر سره شي، چې هم ټولنه اصلاح شي او هم د خلکو زړونه وساتل شي. فرضاً؛ اوس که د ښځو د حجاب او دغه راز نورو چارو په اړه د زور لاره اختيار شي، نه يوازې دا چې بيا به هم هدف په کُلي معنی تر لاسه نه شي، بلکې داسې څه به راپېښ شي، چې له نورو ډېرو مشکلاتو سره به مخ شو. مثلاً خارجي بنديزونه لا نور ډېرېدلای شي، له خارج څخه د نظامي بريدونو امکان زياتيږي او د دې تر څنګ په داخل د هېواد کې د ميليونونو خلکو له بغاوت سره مخ کېږو. بيا به نو خدای مه کړه، «طلب الکل، فوت الکل» سره مخ شو.

يوه بله مهمه خبره دا ده چې که د زور لاره اختيار شي، نو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په لړ کې به ډېرې زياتې ناخوالې راپېښې شي، مثلاً په بېلا بېلو مواردو کې به د نظام د مسؤلينو او افرادو له خوا د امر بامعروف او نهي عن المنکر په نوم د خلکو حيثيت او عزت ته زيان رسول کيږي او بيا به د يو سنت د عملي کولو، يا له يو مکروه عمل څخه د خلکو د ايسارولو په نوم، لوی مظالم او تجاوزونه ترسره کيږي.

ستونزه دا ده چې ځينې احساساتي ځوانان له امر بالمعروف او نهي عن المنکر سره کوتک لازم بولي او که په ټولنه کې د شريعت خلاف يوه معمولي کړنه وويني، نو وايي چې ښا! دا نو څه ډول اسلامي نظام شو؟

خو داسې نه ده! اوس چې الحمدلله؛ اسلامي نظام نافذ دی، نو زموږ لوی هدف تر لاسه شوی، چې هغه اعلاء کلمة الله ده. الحمدلله؛ زموږ ديني اصول او مقدسات خوندي دي، د اسلام احکام په ډاډه زړه تر سره کيږي، مسلمانان غالب او عزتمن دي او په مجموع کې د الله تعالی رالېږل شوی قانون حاکم دی. په تلويزيونونو کې به پخوا څه حال روان ؤ، اوس الحمدلله هر څه کنټرول دي او نور به هم هر څه سم شي.

نو اوس که په ټولنه کې د شريعت خلاف څه کړنې تر سره کيږي، د هغو د مخنيوي لپاره هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم اداره موجوده ده. دغه اداره به ځينې مواردو کې له زور څخه کار اخلي او ځينو کې به د توصيې او تشويقولو تر حده. معنی دا چې امر بامعروف او نهي عن المنکر هم تر سره کيږي، خو ټول کار يې له زور او کوتک سره تړل په هيڅ صورت نه دي مناسب. اوسنيو حالاتو ته کتو ځينې چارې داسې دي؛ چې په اړه يې بايد له حکمت، تدبير او توصيې څخه کار واخيستل شي، لکه د جماعت او لمونځ قائمول او د خلکو د صورت او سيرت اصلاح کول. ځکه چې دغه چارې که په زور هم تر سره شي، بيا هم په پوره معنی تر سره کېدل يې امکان نه لري، خو شر او بغاوت يې معلوم دی.
البته؛ ځينې نور داسې موارد هم شته، چې په اصلاح کولو کې يې د بغاوت او حرج جوړېدلو امکان نشته، نو هلته بايد د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره له زور څخه کار واخلي. لکه؛ په ښکاره د موسيقي غږولو او ناوړه فلمونو له کتلو څخه خلک ايسارول، تلويزيونونه او راډيويي خپرونې اصلاح کول، په ښارونو او بازارونو کې؛ خصوصاً د سلمانيانو او ښځينه زېوراتو له دوکانونو څخه د هغو انځورونو له منځه وړل چې د اسلامي شريعت او افغاني عنعناتو خلاف دي او دغه ډول يو شمېر نورې داسې چارې شته، چې مخنيوی يې اسانه دی، خو پر ټولنه باندې خورا منفي اثرات لري، نو د دغسې چارو په مخنيوي کې بايد له زور څخه هم کار واخيستل شي.

وړمه ورځ مې د يو ملګري ليکنه ولوسته، هغه ليکلي وو چې د امربالمعروف وزارت ثروت او قوت نه لري، نو اوامر به څرنګه تطبيق کړي؟ او له همدې امله بايد ياد وزارت لغو شي!
حال دا چې امر بالمعروف خو تطبيق دی او تطبيقيږي. د تطبيق معنی خو دا نه ده چې خلکو پسې په هره وړه او جزئ مسئله کې کوتک راواخيستل شي. امر بالمعروف او نهي عن المنکر ترسره کيږي، ځينې مواردو کې به له زور څخه کار اخيستل کيږي او ځينو کې له توصيې څخه.
ورپسې يې ليکلي ؤ چې ياد وزارت يوه هفته وروسته جعلي فرمانونه ردوي، نو چا چې هغه فرمانونه رد کړي وو، هغه ټويټر پاڼه جعلي وه، دی هسې پرې دوکه شوی دی، د امربالمعروف وزارت بيرته خپله فرمانونه نه دي رد کړي.
بله نيوکه يې دا وه چې امر بالمعروف وزارت ويلي چې ښځه بايد له شرعي محرم پرته ۴۰ کيلو متره سفر ونه کړي. نو ايآ ۳۹ کيلو متره جايز دی؟

همداراز د ټويټر يو بل فعال ليکلي وو چې نو موټروان به يې څرنګه وپېژني چې دا يې شرعي محرم دی، که نه؟

نو حقيقت دا دی چې دوی د ياد فرمان په مقصد سم نه دي پوهيدلي، د فرمان مقصد دا نه و چې ۴۰ کيلو متره ناجايز، خو ۳۹ کيلو متره يا تر دې کم جايز دی او بې غمه دې ځي، يا دا چې موټروان دې تحقيقات پيل کړي چې ايا دا کس دې رښتيا شرعي محرم دی که نه؟!
بلکې له ياد فرمان څخه هدف دا ؤ، چې موټروان دې هيڅ ښځه بغير له محرم څخه (يوازې/ چې څوک ورسره نه وي) او سفر اوږد وي، موټر ته دې نه خېژوي. بيا که دوی دا وايي؛ چې که فرضاً کومه ښځه له يو پردي کس سره د شرعي محرم په نامه چېرته ولاړه شي؛ نو بيا؟
نو ايا له هر چا څخه د دومره کلکو تحقيقاتو کول ممکن دي؟! ځکه خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د توصيې تر حده خلک وپوهول او د اسلام احکام يې خلکو ته بيان کړل.
همداراز که وايي چې ولې ۴۰ کيلو متره سفر ناجايز او ۳۹ کيلو متره جايز دی، دا نو بيا هسې خبرو کې خبرې لټول دي. په فرمان کې خو د شريعت موافق حد ذکر شوی او هدف دا دی چې که لنډه سيمه کې له يو ځای څخه بل ځای ته ښځه ځي، خير دی ولاړه دې شي، خو په ليرې سفرونو کې يې پرته له محرم څخه موټر ته مه پورته کوئ.

اخر کې يې ليکلي و، چې « ولې شل کاله مخکې خلک د ږيرو خريلو پر سر وهل کېدل او ښځې په حجاب مکلفې وې، خو اوس څه نه ورته واياست، ايا شريعت تغير شوی، که تاسې تغير شوي ياست؟ هغوی علماء نه وو، که تاسې؟!»
نو ايا دا پوښتنې معقولې دي؟ حال دا چې ټول پوهېږو چې د هغه وخت او اوس وخت تر منځ په حالاتو کې ډېر توپير راغلی، هغه مهال مو خلک تر ډېر بريده سم وو، خو اوس شل کاله تبليغاتو وځپل، اوس داسې اسانه څوک دغومره زور او جبر نه مني، حالات بدل دي. البته هغه مهال هم؛ سره له دې چې هغه جبر او زور به جايز ؤ، خو معقول کار نه ؤ، مګر اوس خو بيخي په دغه شان مسائلو کې د جبر او زور وخت نه دی، د لويو بغاوتونو او ستونزو جوړېدو امکان دی. اوس چې الحمدلله؛ اصول پر ځای دي، نو په جزئي مسائلو کې بايد له خورا، حکمت، تدبير او مصلحت څخه کار واخيستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داامربل معروف له قرآنکريمه بايد وى نه له جعلى حديثو آياستاسوکار کوونکى دقرآنکري له احکامو خبر دى که له يوه ناجايزه له ځانه جوړى رواجه ته ستاس داطباعوويښتنو ته فکر کوۍ په کم ملک کى داقسم اوژغونى سته اۍ جاهلان ظلم مکو پرقرآنکريم عمل وکۍالله به وبياددمخه په څير ذليله اوخوارکى

عبدالواحد اڅګزۍ

آیاتاسوبیله دغه خپله جعلی اسلامه دقرآنکریم پراسلام عمل کوۍ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِيْنَةَ اللّـٰهِ الَّتِىٓ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ ۳۲َ (سوره الاعراف ۳۲)معنی:ووایه چاحرام کړۍدۍ ښایست دالله کوم چه هغه پیداکړۍ دۍ دبندګانودپاره اوپاکیزه شیان له له رزق نه. تاسی په قرآنکریم که له شروع ترآخره دږیری یولفظ دحرام یاحلال پیداکۍ تاسوبیله ږیروروچاته دمشوری حق ورکوی دافغانستان کورموپه خپل جهالت اودانګریزی هیپیانو په هدایت خراب کۍ اولایی خرابوۍ چه پرقرآنکریم عمل ونکۍ هیڅکله نسۍ کامیابیدای اوهلته وایاست چه موږدافغانانودآرزوملک جوړوودافغانانوآرزوقرآنی اسلام دۍ ستاسو سفسطه نه ده. تاسوخپلواوژغنوته کتلی دی په کم ملک کی دغه دحیوانانوشکلونه سته دالله وبیریږی خلک… نور لوستل »

احمد

س سعید صاحب جزاکم الله خیر احسن الجزا کور دې ودان قدر من او عزتمن اوسې ډیره ښه او په زړه پورې لیکنه ده .داسې لیکنه چې د تاید او قدر وړ ده دواړه اړخونو ته دې با تدبیره نظر وړاندې کړی .هغه کسان چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر هسې يوه بې ځایه مشغله او د خلکو په «شخصي ژوند!» کې نامشروع مداخله ګڼي! دا نظر له دین سره څه تړاو نلرې بلکه په یو مخیزه شکل بې منطقه خبره ده .او هغه بله طبقه کوم چې دا سې نظر لري چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

امر بالمعروف او نهی عن المنکر باید په اولویاتو او اساساتو فکر وکړی داسې باید ونکړی چی فرضیات ترې پاتی او په تطوعاتو (سنت، نفل او مستحب) پسې را اخیستی وي ځکه استعمار په تیرو شلو کلونو کې دلته د خپل فکر او کلچر بنیادی اغیز پر خلکو پریښې نو بنأ ددې اغیز له منځه وړل داسې ساده کار ندی بنیادی او اساسی کار غواړی او دا چی دا کار په کومو طریقو او له کومو لارو نه په استفاده وشي ترڅو پر خلکو اغیز وکړی او خلک پخپله بدلون ته اړباسی نو دا اصلا د همدغه وزارت کار دی… نور لوستل »

طوطی

لغو دی کیږی نه مطابق د اسلامی اصولو دی دنده اجرا کړی. ستا په مبایل کی تاسو د میندو او خویندو عکسونه دی هغوی کوم شرعی جواز لری چی ستا مبایل وګوری. دویم ستا مبایل ستا د بانکی اکونت، ستا د ایمل پسورد او داسی نور مهم څیزونه لری آیا دا کوم شرعی جواز لری چی د امر بالمعروف کسان ستا مبایل ولټوی او ویی ګوری؟ د ښځو د تعلیم سره مخالفت، له ورزش سره تعصب، سنت په احکامو کی راوړل، لوڅ سر کس ته فاسق ویل، په زوره خلک جومات ته کشول ولو که هغه کس عزر هم ولری،… نور لوستل »

سعادت افغان

امرباالمعروف زموږ دافغانانو لپاره یو نیک لاری ته رابلل او ټول خقوقو وحندی توب په کی رنغښته دی لغوه باید نشی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx