ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت/ شلمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

زحل:
د شمسي منظومې شپږمه سیاره د زحل په نوم یاديږي، چې موقعیت یې د مشتري او اورانوس تر منځ دی.
زحل (له مشتري وروسته) په شمسي منظومه کې تر ټولو ستره ګازي سیاره ده، چې له هیلیوم او هایدروجن څخه جوړه شوې.
زحل (هم لکه مشتري) سطحه نه لري، ځکه چې له ګازونو څخه تشکیل شوې ده او په جنوبي قطب کې یې، یوه کامله شپږضلعي هم شته چې قطر یې دوه برابره د ځمکې اټکل شوی، په دغه قطب کې تل وحشتناک توپانونه هم الوزي! چې لامل یې د دغې سترې سیارې سریع محوري حرکت بلل شوی دی.

حجم د زحل حدوداً آته سوه تریلیونه کیلومتره اټکل شوی (یعنې آته سوه برابره د ځمکې !) مګر مساحت یې بیا څه باندې اتیا برابره د ځمکې تخمین شوی دی.
د لمر او زحل تر منځ اوسطه اندازه (څه باندې) څوارلس سوه (۱۴۳۰) میلیونه کیلومتره ښوول شوې ده.
د زحل دروندوالی له ځمکې څخه لږ څه زیات دی! یعنې صفر اعشاریه پنځه شپېته (۰.۶۵%) سلنه.

مګر بیا هم ویل کیږي چې یاده سیاره په شمسي منظومه کې تر ټولو کم وزنه سیاره ده او هغه داسې: که چېرې زحل پر اوبو کېښوول شي، نه یې غرقوي! ځکه چې مالکولونه یې د اوبو تر مالکولو سپک دي.

دا چې د زحل محوري انحراف هم له ځمکې سره ورته دی ، نو ځکه خو څلور منظم فصلونه لري؛ یعنې محوري انحراف یې اووه ویشت اعشاریه دري اویا (°۲۷.۷۳) درجې دی.
د زحل یوه شپه او ورځ لس ساعته او څلوېښت دقیقې (۱۰:۴۰) ده، مګر کال یې بیا نهه ویشت نیم (۲۹.۵) برابره د ځمکې دی.

د زحل دماء منفي دریدېرش (°۳۳-) درجې اټکل شوې او د باد سرعت یې په یوه ساعت کې آتلس سوه (H/1800) کیلومتره ښوول شوی دی.
زحل تر پنځوسو زیاتې سپوږمۍ لري.
زحل یو بل او بېل خصوصیت هم لري او هغه دا چې: پر شاوخوا یې سترې ډبرینې او یخينې کړۍ را څرخېدلې، چې له میلیونونو تیږو او یخي ټوټو څخه جوړې شوې دي؛ د یادې سیارې په دغې ځلېدلې کړۍ کې داسې ډبرین قطعات سره یو ځای شوي؛ چې وړوکې یې د ریګي دانو او غټ یې حدوداً د یوې کوټې په اندازه ښوول شوې دي.

یادې کړۍ تخمیناً څلورپنځوس زره (۵۴۰۰۰) کیلومتره بر، مګر یوازې یو (۱) کیلومتر ضخامت، یا ډبلي لري.
اګر که زحل په ټوله شمسي منظومه کې ښکلې او ښائسته ښکاري، خو نه! او داسې نه ده؛ زحل یوازې له لیرې ښه ښکاريږي، مګر کله چې سړی ورنږدې شي، هېڅ ښکلا نه لري! بلکې تر ټولو منظومي سیارو (موږ ته) ښائسته سیاره چې ده، هغه زموږ ګلالۍ ځمکه ده، چې ژوند پرې کوو او دا مو خپل رب احسان راسره کړی دی، باید مننه ترې وکړو چې هغه مخلصانه سجدې او قعدې دي.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x