نظــر

وطن په ګيلو او بانو نه، بلکې په کار او زحمت جوړيږي

د ب هيښ

د ځينو افغانانو حافظه ضعيفه يا خرابه ده، ډېر ژر هر څه هېر کړي.
په دې ملک کې ټول عمر، خصوصا په اخري شلو کلونو کې داسې نارواوې، ظلمونه، وحشتونه او دهشتونه وشول چې په جهان کې يې مثال نه ليدل کيږي.

څلور مياشتې مخکې ټولو د حيرانۍ او نااميدۍ ژوند کاوه. هيچا تصور نه شوای کولی، چې اشغالګر به ورکيږي، اجنټان او غلامان به يې تښتي، جنګ به ختميږي، سوله او امنيت به تأمينيږي او واحد افغانستان به د واحد ولسي زعامت له لوري اداره او مديريت کيږي.

خو د الله پاک په کرم او د افغان ولس د اصيلو بچيانو په همت، پرېمانه قربانۍ او مېړانه دا ټول کارونه وشول او څلور مياشتې کيږي، چې د افغانانو سر، مال، عزت او ژوند خوندي او په پوره امن کې دی.
مګر د ځينو خلکو توقعات د واقعيتونو خلاف دومره زيات دي، چې په دې کمه موده کې د ټول تاريخ د سياسي، اقتصادي، اجتماعي او ثقافتي ميراثي خرابيانو او برباديانو له منځه وړل او د نوي افغانستان جوړول په څو مياشتو کې غواړي.

د پېړيو پېړيو د ظلمونو او استبداد مادي او معنوي اثرات له منځه وړل او د يوه خپلواک، مرفه او ځان بسيا افغانستان جوړول څلورو شيانو ته ضرورت لري:
۱-  قاطع، صادق، مؤمن، متعهد، سياسي زعامت
۲- سوله او امنيت
۳-  د ټولنې د ټولو افرادو او سازمانونو ګډ کوښښ او سراسري کار او فعاليت
۴- وخت

د يوې صادقې، پاکې او متعهدې واکمنۍ لرل ډير لوی نعمت او فرصت دی، چې د جهان  هر هېواد يې د لرلو په ارمان دي او د الله په فضل سره دا نعمت د افغانانو په نصيب شوی ده.
نو الحمدلله اول قدم واخستل شو او يو اسلامي، ولسي، پرهيزګاره، له فساد او استبداد نه خالي سياسي واکمني مو نصيب شوه.

د همدې سمې او پاکې واکمنۍ د لرلو له وجهې په ټول ملک کې امنيت تأمين او سراسري سوله قائمه شوې ده. د ولس او ټولنې د هر فرد لپاره د کار او فعاليت ( فکري او جسمي ) مطمئنه ماحول او فضا مساعده شوې ده.

نو د مترقي، په خپلو پښو ولاړ او رفاه لرونکي افغانستان د جوړلو لپاره دريم قدم چې کار او زحمت ايستل دي او  د ټول ولس د افرادو شريک ديني، ملي مسؤليت او مکلفيت دی بايد واخيستل شي.

د ولس ټول افراد او اقشار بايد  کار، فعاليت، ابتکار، خلاقيت او سازندګۍ ته ملا وتړي، د ابادۍ او خدمت په جهاد کې برخه واخلي او خپل ټول فکري او جسمي قوت په دې لاره کې په کار واچوي.

که موږ خپل ديني، ملي مسؤليت او رسالت په شوق، جديت او صداقت سره اداء کړو، ان شاء الله په کم وخت کې به په ټولو مشکلاتو برلاسه شو او نور به د فکري او مادي فقر لمن زموږ له وطنه د ابد لپاره ټوله شي.

نو زما د کليمې او وطن وروڼو!
حوصله او واقعبينانه نظر درلودل په کار دي.
هغه د عاموژنو، دولتي ترور، ړندو بمباريو، چاپو، غلو، غصب، فساد، شر، جنايت او خيانت وحشيانه حالت بايد هېر نه کړو او په نني خپلواکه، بې جنګه، بې فساده او له امن نه ډک ژوند بايد راضي او شکر وباسو. لږ سر خپل ګريوان ته ټيټ کړو او د بېځايه ګيلو، نيوکو او تبصرو په ځای دا سوال هر يو د ځان نه وکړو چې:
ما ددې وطن د پاره څه کړي دي او څه بايد وکړم چې خپل ديني، ملي رسالت اداء شي؟
دلته ډېر لوی سوالونه زموږ ټولو په‌ مخ کې پراته دي لکه د خارجي او داخلي قسم خوړليو دښمنانو د توطيو او دسيسو خنثی کول، د اقتصادي مشکلاتو حل، افغان ولس د فقر او نيستۍ نه خلاصول، خپلواکي او آزادي نهادینه کول، د ملک خودکفا کول، وطن د نورو د احتياج او مداخلو نه فارغول او په خپلو پښو درول او د يوه مرفه -ترقي يافته افغانستان جوړول او ….. چې بايد د ځواب او حل لپاره یې خپل فکري او جسمي قوت په کار واچوو، د موجوده فرصت نه چې نه اشغال شته، نه شر او نه يې فساد شته، ګټه پورته کړو، د بې مانا خبرو په ځای اساسي مسايلو ته د ديني، ملي اصولو او ارزښتونو په بنياد جدي توجه وکړو او په مخلصانه کار او زحمت سره دا وطن اباد کړو.
د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل الله

با حلوا حلوا گفتن دهان شیرین نمی شود. ستا لیکنه ترډیره زبونکی وه تردي چي جوړونکي وي. د اخلاص ، تعهد، پاکوالی او وطن پالنی ترڅنګ وړتیا او لیاقت هم د کار د ښه مخ ته بیولو لپاره کلیدی شرط دی. په خلاصه او قدوری نشوکولای چي یوه ستره طیاره جوړه او هوا ته پورته کړو.

عبدالواحد اڅګزۍ

وطن عقل تعلیم یافته اشخاص چه صداقت اوایمان ورسره وی خپله ګټه داجتماع په ګټه کی غواړی سمیږی حیوانان ناطق وطن نسی سمولای آیاتاسی ددی جاهلانوڅخه دوطن دجوړیدوامیدلری چه ددوی خپله نفقه دټوک اوفقر څخه وه اودوی دظاهرشاه خاین حکومت ترداوودخان شهید اووطن فرسته بهتربالۍ آیادوی تمیز لری که دحیوان غوندی بیتمیزه دی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx