ادبي لیکني

د شهيد اباسين رحمه الله د شهادت خاطره/ وروستۍ برخه

م رضوان الله فيضاني

اباسين شهيد مو د کور په طرف ولېږه او مونږ هملته په بله ولسولۍ کې له ملګرو سره پاتې شولو، له زړونو څخه مو غم يو څه اندازه سپک شو، ځکه چې تر کومه پورې شهيد هلته ايښی و او مونږ ورته کتل نو زړونه مو ساعت په ساعت دردېدل او زورېدل.

دا ورځ هم تېره شوه او ماخوستن شو، په يوه حجره کې ډېر خواږه مشران او کشران ملکري سره راټول وو، د شپې اوله برخه په ختمېدو وه زه د اودس لپاره د باندې ووتم، د مسجد تر څنګ د اوبو لاسي پمپ و، لوټه مې ترېنه ډکه کړه او اودس مې شروع کړ، شهيد مو يوه شپه او يوه ورځ په همدغه مسجد کې ايښی و، له اودس کولو څخه چې فارغ شوم نو بېرته د حجرې خواته ور روان شوم، په دې وخت کې يو عجيب سپين پړک او رڼا وشوه، دومره تېز پړک او رڼا وه چې ما خپل سيوری پر ځمکه وليدۀ، زر مې پورته د اسمان طرفته وکتل ما ويل لکه چې ډرون الوتکې ګوزار وکړ نو وار دمخه مې د شهادت کليمه وويله، چې متوجه شوم نو ومې کتل چې يوه غټه سپينه شغله د اسمان له طرفه راروانه ده او سيده د همدې مسجد په برابر باندې راښکته شوه او بيا ورکه شوه، چې څنګه رڼا ورکه شوه نو هسې خو هم شپه وه زما په سترکو بيخي توره تياره شوه، لږ انتظار مې وکړ زما خو دا فکر و چې د ډرون الوتکې ميزايل دی اوس به درز شي وبه لږيږي، خو ارامي وه هېڅ هم و نه شول.

هډونه مې زيږه شول حيران شوم چې دا څه کيسه وه، په بېړه حجرې ته لاړم ملګرو ته مې وويل چې داسې صحنه مې وليده تکړه او بيدار شئ لکه چې چاپه ده، کوربه چې د روسانو د وخت سپين ږیری مجاهد و په بېړه د باندې ووت، له لږ زنډ انتظار وروسته بېرته راغی وای فضا خو ارامه ده، د الوتکو هېڅ غږ هم نشته دی، بېغمه شئ چاپه نشته ده ان شاءالله تعالی.
همدا سپین ږيری مجاهد بيا ما ته مخاطب شو وای انډيواله دا خو بله کيسه ده، ته بختور سړی يې الله ﷻ د شهيد کرامت درښکاره کړی دی نوش جان دې شه دا هر څوک نشي ليدلی.

دغه صحنه ما ليکوال په خپلو ګنهګارو سترګو ليدلې ده، په همدغه علاقه کې دوه يا درې تنو زنانه وو، همدا راز په يوه بله لرې علاقه کې چې هلته د مجاهدينو مرکزونه و د مرکزونو څو تنو مجاهدينو او د مرحوم شهيد په کلي کې هم ډېرو کسانو ليدلې وه.

د شهيد يو بل کرامت دا و چې له شهيد کېدو سره يې سم د شهادت ګوته پورته نيولې وه او تر آخره پورې همداسې پاتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx