شعـــــرونه

واورين غزل/ مل غني خيل

مل غني خيل

څومره‌ مزه يې وکړه، څومره شوه شيرینه هوا
د خدای د واورې په رحمت باندې شوه سپینه هوا

پسته، مسته را درومي، ستا تر قدمو لاندې شي
لکه مالوچ کړي خپل ځان؛ هومره‌ مهینه هوا

کابل جان هر وخت د جنت د هوا کيف لري خو
يو په دوه هله شي، چې کله شي واورینه هوا

د لمر شغلو ته عجيبه په هنر رنګ واړوي
رنګونه درست واغوندي، بيا شي زر زرېنه هوا

مله! غزل کې يې نوم ځکه رانه وليکل شو
چې یې اوس بيا راته را ياد کړه “ياسمېنه” هوا

کابل
يادونه :
ياسمين مې وړوکې لورکۍ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx