دیني، سیرت او تاریخ

ننـنی اندلس…! 

فاطمه حجاز

د اندلس کیسه د اسلامي نړۍ د تاریخ هغه برخه ده، چې پیل یې په شور، شوق او ولوله شوی او پای یې په سړو اسوېلو او تړمو اوښکو. اندلس یا نننۍ اسپانیا او پرتګال د مسلمانانو په اووه سوه کلن حاکمیت کې تر خپل عروج ورسېد، په علم، صنعت، طبابت او معماری کې د اندلس سیال نه وو؛ دا وخت اندلس په اروپا کې د تورې دورې ټغر ورټول کړ، او په اروپا کي یې د علم ډېوې بلې کړې. په نړی کې د لومړي ځل لپاره فاطمه فهري د اندلس اوسېدونکې دلته پوهنتون جوړ کړ.
ویل کیږي چې د چاپ ماشین هم د لومړي ځل لپاره د اندلس مسلمانانو جوړ کړ خو د نه پاملرنې له امله کلونه وروسته له منځه لاړ. د اندلس جراحان او طبیبان د شهرت خاوندان وو کله به چې ارواپایی پادشاهان له خپلو طبیبانو ناهیلي شول د امید سترګې به یې د اندلس د طبیبانو پر لور وې. اندلس ښکلې زړه راښکونکې او نقاشي شوې ودانی لرلې تر دې چې د اندلس د مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو بېچاره او بدبخته کس هغه ړوند وو چې د دې ښایستونو له لیدلو محروم پاتې شوی وو.

خو نن اندلس له موږ پردی دی، نن هلته مسلمانان محکوم دي نه حاکم، نن اندلس له هغو هېوادونو څخه دی چې د مسلمانانو نفوس پکې ډېر کم دی چې تعداد یې سل زره نفرو ته رسیږي. د اندلس د مسلمانانو شمېر د امریکا د یو ایالت د مسلمانانو له شمېر څخه هم کم دی، یوازې د امریکا د ډالاس ایالت د مسلمانانو شمېر د اندلس د مسلمانانو په اندازه دی په داسې حال کې چې مسلمانانو په ډالاس کې حکومت هم ندی کړی خو په اندلس کې مسلمانانو اته پېړی حکومت وکړ.

په اندلس کې د اسلام له سقوط څلور سوه کاله کیږي خو آیا کله مو هم له ځانه پوښتي چې اسلام ولې په اندلس کې له منځه ولاړ؟ د اندلس د آزادولو فکر خو لا خیال کې هم نه لرو.

صلیبی استعمار په اندلس کې له نظامي جنگونو څخه وروسته د مسلمانانو په شړلو او تبعیدولو پیل وکړ او هغوی چې پاتې شول د کلیساگانو په پټو محکمو کې په ظلم او وحشت سره ووژل شول. وروسته د فردیناند عسکرو د اسپانیا او فرانسی له نورو سیمو عیسویان راوستل او په اندلس کې یې میشت کړل.
کله چې وروستي حاکم ابو عبدالله د الحمرا کونجیانې د فردیناند عسکرو ته سپارلې په سترگو کې یې اوښکې راډنډ شوې، مور یې وویل د نارینه وو په شان دې ونه ساته اوس د ښځو په شان پرې ژاړه.

نن بیا تاریخ تکراریږي خو موږ عبرت نه اخلو، د پروني اندلس دردونه مو لا ندي کرار چې زموږ په یو بل زخم فلسطین کې د اندلس کیسه تکراریږي. نن که فلسطین د نارینه وو په شان ونه ساتو سبا به د ښځو په شان پرې وژاړو. یهودان په زور او جبر د مسلمانانو ځمکې غصبوي او له کورونو یې شړي خو اسلامي نړی د غفلت په خوب ویده ده.

نن بیا په اندلس کې اتل موسی بن ابی غسان د کفر د تورو پر وړاندې یوازې دی خو مسلمانان د فلسطین درد د هغو خلکو درد بولي چې له دوی په زرګونه کیلومتره لیرې دي خو آیا د عقیدې په قلمرو کې دا فاصلې کوم ځای لري…؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx