نړۍ

د حسني مبارک محکمه نن په قاهره کې په علني توګه ترسره شول

hosni_mubarak_on_trailنن ټکی آسیا: د حسني مبارک محاکمه نن د مصر په پلازمینه قاهره کي په داسي علني توګه چي د نړی پر مختلفو تلویزونونه هم ښکاره کیدله، تر سره شوله.

هغه حسني مبارک چي تر ۳۰ کاله زیات يې په مصر حکومت وکړ، نن دمصري ولس د قتل په تور دسختي ناروغی او ضعف په حالت کې د محکمې په کفس کې پر خپلي بسترې پروت او مخته يې دوه زامن په داسي حال کې ولاړ وه

چي نه يي غوښتل پلار يې په داسي کمزوري حالت کې د ویډیو کامیری له لاري نړی ته ور ولیدل سی..

د حسني مبارک دغه محکمه مصریانو د باندي د تلویزونو پر مخ هم ولیده، او د ځینو پلویانو او مخالفینو تر منځ يې یو وار بیا اختلاف او د ډبرو وارونه را وپارول.

حسنی مبارک نن د شرم شیخ څخه قاهرې ښار ته په هلیکوپتر الوتکه کي را وړل سو، او پر هغه باندي د ۲۵جنوري د مظاهرو په ورځ د قتل عام تور ولګول شو، خو خپله حسني مبارک او زامنو يې دغه تورونه په کلکه سره رد کړه، او ووې ویل چي دوی ددغه تهمتونو او تورونو څخه بري دي.

د نومړي د محکمې نن لومړی ورځ وه، او دا لړی به تر یو څه وخت اوس دوام وکړي..

ددغه تاریخي محکمې یوه ننداره د اسوشیتد پرس په لاندي رپورټ کي کتلای شی:

{youtube}eIsPSzvrZoo{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x