شعـــــرونه

حسدګرو ته سزا/ محمودي

سيد محمد محمودي

زندګي د حیرانۍ په اور کې سوځي
زړۀ د سترګو د بدۍ په اور کې سوځي

حسدګرو ته بس دا سزا کافي ده
چې زمونږ د خوشحالۍ په اور کې سوځي

د خزان توره دَوره دې بیا رانشي
چې تنکۍ تنکۍ غوټۍ په اور کې سوځي

چي د خپل چم د ښایست سوداګران وه
اوس هغه د پښېمانۍ په اور کې سوځي

د توپیر د مړو ایرو پوکي ته ناست دي
دوی ددغې بدبختۍ په اور کې سوځي

چاپلوسي او کبر دوې داسې بلاوې
چې انسان د تباهۍ په اور کې سوځي

محمودي ځکه اوس سوې نغمې وايي
ستا د یاد د ډیوه ګۍ په اور کې سوځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx